د پاکستان او سعودی عرب خړ پړ اړیکی؟

اخترمحمد یوسفی

0 566

واک د انسان له توان څخه سرچینه اخلی او سر را راپورته کوی، خودجوش خوځښت کوی، نه داچی یواځی واک د پټ سودا په پلمه کوم کار وکړی، بلکه واک ځان د نورو سره په ښکاره توګه یوځای کوی، د نورو سره په ګډه او خوښی سره یوځای کار کوی. پر واک هیڅکله یو کس په یواځنی سرقدرت نه لری، بلکه واک له یوی ډلی پلاس کښی وی، واک تر هغه وخته  پوری شته، چی د هغی ډلی یوالی وجود  ولری. («هنا آریندت»)  

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له سعودي سره د دغه هېواد د اړیکو خرابېدو خبرونه ناسم دي. ښاغلی خان د پاکستان یو خصوصي تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي، اسلام اباد له ریاض سره کوم اختلاف نه لري او د ورورولۍ ښه اړیکي ورسره لري.

سعودي د پاکستان یو مهم ملګری دی او تل یې په سخت وخت کې د پاکستان لاس نیولی دی. دا ځل یې هم خورا بد حالت کې زموږ مرسته وکړه. له ریاض سره د اسلام اباد د اړیکو خرابېدلو ګنګوسې بلکل ناسمې دي. له سعودي سره خورا ښه اړیکي لرو، موږ له ریاض سره پرلپسې تماس لرو. له دې مخکې پر ۲۰۱۵ کال هم د ریاض او اسلام اباد اړیکو کې هغه مهال جنجال پیدا شو چې پاکستان د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې چوکاټ کې یمن ته د پوځ له لېږلو ډډه وکړه. دبلی لخوا د پاکستان  سره دسعودی عرب اړیکی هغه وخت خړپړ شول، چی پاکستان غوښتل سعودی عرب د اسلامی کنفرانس د فوق العاده غونډی له لاری د کشمیر پر مسله باندی د هندوستان دکشمیر برخه د رسمی کولو په تړاو پر هندودستان فشار راوړی، مګر سعودی عرب د پاکستان دغه پیشنهاد ندی منلی. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیچاره تر اوسه پوری هم د خپل کریکیټ د لوبی د کپیټان په خوبونو بیده دی، د نړی د سیاسیتحولات او کړونو څخه پوره بیخبره دی. لومړی دا چی مذهب د کلتور یوه برخه ده، د مذهب پواسطه یو ملی دولت نسی جوړیدای. دا خبره په هم یاد وساتی، چی په یو هیواد کښی یواځی د یوه مذهب پیروان او یا د یو قام خلک ژوند نه کوی، بلکه په هر هیواد کښی د ډول ډول مذهبونو پیروان او قامونه ژوند کوی. په هرهیواد کښی د هغه هیواد ټول وګړی چی په هر مذهب او قام پوری اړه وی په هغه هیواد کښی د ژوند او مصوننیت حق لری. په پاکستان کښی د نورو مذهبونو او د قامی وړو ډلو ژوند لکه دوژخ دی. په پاکستان کښی د نور مذهبونو پیروان او قامونه د ژوند امکا نه شته دی.په پاکستان کښی د وګړو د برابر ژوند حق سره له دی چی د پاکستان په آئین کښی د کاغذ پر مخ لیکل شویدی، مګر د عمل په ډګر کښی پاکستان د نورو مذهبونو پیروان اود وړو قامی ډلو ژوند د محبس په شان ژوند دی. د ۱۹۴۷ عیسوی کال سره سم ، کله چی انګریزانو په «پاکستان» کښی د محمد علی جناح په مشری د «پاکستان» مذهبی دولت بنښټ کیښودل شوی دی، په سیمه او نړی کښی د جګړی اور هم بلشویدی.

پاکستان د خپل پیدایښت په لومړی سر کښی هم  د یو آزاد هیواد او واک په توګه  منځ ته  ندی  راغلی. د پاکستان پیدایښت د ۱۹۴۷ عیسوی کال څخه را پدی خوا انګریزانو د کامنویلټ په چوکاټ د یو مزدور هیواد په توګه هغه وخت را منځ ته شویدی کله چیانګریزانو د هندوستان څخه د وتلو په درشل کښی ؤ، انګریزان هندوستان یی په دو برخو وویشل. انګریزانو د خپل راتلونکی شومو اهدافو لپاره د هندوستان او افغانستان پر خاوره باندی یی اوسنی پاکستان هیواد جوړ کړیدی. پاکستان د خپل پیدایښت (۷۳)  درواویا کلن په تاریخ کښی د سیمی او نړی په چارو کښی د یوی سرطان دانی په توګه د خپلی جاسوسی کارخانی آی. اس. آی پواسطه هره ورځ په سیمه او نړی کښینوی ناورینونه او جګړی را باسی.

پاکستان په دی وروستی پنځو لسیزو کښی تلاش کوی غواړی چی په افغانستان کښی د پاکستان په شان «اسلامی» تندلارو تروریستان لکه د طالبانو ډله واک ته ورسوی،تر څو چی پاکستان وکولای د افغانستان څخه د خپلی پنځمی صوبی په توګه کار واخلی.

د پاکستان اوسنی صادراتو و سیمی او نړی ته د «اسلامی» تندلارو تروریستانتوکی دی، کوم چی دا صادرات په خاصه توکی هندوستان، افغانستان او نړی و نوری هیوادو ته د باج د اخستلو لپاره صادر وی. د پاکستان تندلارو تروریستان صادراتوډول ډول نومان (مجاهد، طالب، داعش) لری، چی د وخت د غوښتنی سره سم یواځی د «اسلامی» تندلارو تروریستان نوم بدلیږی او خپل خونړی جګړی ته دوام ورکوی. د افغانستان د ورانولو لپاره د عمل په ډکر کښی د پاکستانی پلویان که مجاهد دی او که طالب یا داعش دی د «اسلامی» تندلارو تروریستان ټولو تر منځ هیچ ډول توپیرونهنشته دی، ټوله «اسلامی» تندلارو تروریستان په افغانستان کښی فقط یو هدف لری چی افغان وژنی او افغانستان ورانوی.

 انډپنډنټ ورځپاڼه لیکی دکندهار پخواني امنيه قومندان شهید جنرال عبدالرازق دوژلو طرحه کوونکی ملا شیرین نورزی اوس مهال افغان حکومت سره دطالبانو په مرکچي دی. پلاوي کې ټاکل شوی دی.  دطالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ‌ویلی: “خبرې اترې دهغو ترمنځ کېږي چې په جنګ کې وي. له هغو سره دسولې خبرو اترو ته اړتیا نشته چې جګړه کې ورسره ښکېل نه ‌وی. ذبیح الله جاهل د آی. اس. آی. ډنډوره چی ته باید وویل شی چی سوله د جګړی د ښکیل د ډلو او قاتلانو پواسطه منځ ته نشی راتلای،  بلکه سوله په افغانستان کښی دعادل مینځګړی سړی لخوا منځ ته راځی. دا چی ډاکترعثمان تره کی په فرانسه کښی ناست دی او لکهد پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په شان په افغانستان کښی د طالبانو د «اسلامی امارت» د واک د راتګ خوبونه وینی، جنایتکارو طالبان ته ملی اتلان وایی څه عجبه خبره نده. ټول د راسیستی افکارو پلوپان تل داسی خوبونه وینی چی د دوی خوبونه په حقیقت باندی بدلول کوم آسانه کار ندی.

د پاکستان ویجاړ او شوړیدلی اقتصاد د مرګ په پوله باندی پروت دی. نور نو دسعودی عرب او د  نورو عربانو خیراتونه او ذکاتونه پاکستان ته کم شویدی. پاکستان بیا د امریکی د مرستو د لړی د بیا پیلولو په تمه دی چی طالبان یی د خبرو لپاره اامریکی سره کیښنولی دی، مګر تر اوسه د امریکی مرستی و پاکستان ته ندی پیل شوی، نو ځکه پاکستان د طالبانو پواسطه په افغانستان کښی د سولی په لاره کښی خڼدونه او بهانی جوړوی.  

د سعودی عرب ولیعهد محمد بن سلمان د خپل وروستی سفر په لړ کښی د هندوستان سره د (۱۰۰) سل میلیاردو ډالرو په ارږښت باندی د هندوستان سره د پانګونی قراردادونه لاسلیک کړیدی. د هندوستان سره د سعودی عرب نږدیوالی و پاکستان ته رښتنی د خطر هغه زنګ دی کوم چی پاکستان نور نسی کولای چی خپل د «اسلامی» تندلارو تروریستان د ډلو پواسطه د سیمی او نړی هیوادونه و بیروی او باج تر لاس کړی.

متحده عربي‌ امارات او اسرائیل د سولې تاریخي‌ تړون لاسلیکوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل د خپلمنځي اړیکو د نورمالولو هوکړه کړې ده. ولسمشر ټرمپ، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ابوظبي د شهزاده محمد بن زاید په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هیله لري‌ چې دا تاریخي پرمختګ به په منځني ختیځ کې سوله راولي. په دې اعلامیه کې راغلي، د دې تړون له کبله به اسرائیل په ختیځه تړانګه کې د فلسطین د خاورې قبضه کول بند کړي.

اسرائیل تر دې دمه له هېڅ کوم خلیجي‌ هېواد سره دیپلوماتیکې اړیکې نه درلودې.

خو متحده عربي‌ امارات او اسرائیل د تړون لاسلیک په سیمه کې د ایران د فاشیستی ملایان د نفوذ د کموالی په معنی ده.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply