ولې طالبانو د ځینو سیاسي څېرو د وژلو امر صادر کړی؟

سیدد عبدالله پاچا

0 519

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د نظامي او فرهنګي کمیسیونونو له ادرسه داسې یو لیک افشا شو، چې طالب جنګیالیو ته پکې د ځینو سیاسي څېرو د وژلو امر شوی و، دغه لیک کې ویل شوي و چې دا کار باید د طالب ډلې د خیر او فلاح لپاره وشي.

هغه کسان چې طالبانو یې د وژلو امر صادر کړی و، په لاندې ډول دي:

رحمت الله نبیل

حضرت عمر زاخیلوال

کریم خرم

حکمت کرزی

قاضی محمد امین وقاد

احمد ضیا مسعود

سید اکبر آغا

خلیل الله صافی

امین کریم

همایون همایون

مجیب خلوتګر

ولی الله شاهین

نظر مطمئن

دانش کړوخیل

فیض محمد ځلاند

آصف آشنا

داکتر فیاض صافی

دا کسان څوک دي؟

دغه سیاسي څېرې چې د طالبانو لخوا یې د وژلو کیدو امر شوی، ظاهراً د سولې پروسې نه د ملاتړ په پلمه د طالبانو په ګټه خبرې کوي، خو سوال پیداکیږي چې طالبان ولې د هغه کسانو د وژلو امر ور کوي چې د دوی په ګټه خبرې کوي؟

طالبانو په تېرو نولسو کلونو کې پر حکومت د فشار اچولو لپاره هر ناوړه او بد عمل کړی دی او وروسته ای اېس ای په خپله مطبوعاتي دستګاه د افغانستان د اسلامي جموري دولت پر وړاندې خپلو تبلیغاتو ته زور ور کړی دی او تر وسه یې هڅه کړې چې د طالبانو د ناوړه عملونو له امله افغان حکومت بدنام او د خلکو فاصلې  ور سره زیاتې کړي.

طالبان چې تل هڅه کوي افغان حکومت د سولې په پروسه کې په ځنډ او خنډ تورن کړي او د خلکو فاصله ور سره زیاته کړي او دوی په همغه فاصله کې شوم اهداف تر لاسه کړي تازه یې د پورته یادو شویو کسانو د ترور امر صادر کړی، خدای دې نکړي که د یادو کسانو څخه کوم کس دوی وواژه نو دا هر څه به د افغان حکومت غاړې ته اچوي، وایي به چې دې خلکو زموږ په ګټه خبرې کولې، دوی خو د سولې غوښتونکي و.

خو واقعیت دا دی چې طالبان د خپلو ناوړه عملونو او د افغان حکومت د بدنامولو لپاره په هېڅ کار صرفه نکوي او اوس وخت کې چې دوی تاوتریخوالی زیات کړی او افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه حاضریږي غواړي د خلکو نظرونه بدل کړي او ټول فشار د افغانستان پر حکومت واچوي.

لکه څه ډول چې د طالبانو د نظامي او فرهنګي کمیسیونونو لخوا په دغه لیک د طالب جنګیالیو د قانع کولو لپاره یادونه شوې چې د یادو کسانو له منځه وړلو لپاره موجه دلیل موجود دی او د دوی په ټکو چې دغه کسان د اشرف غني د مزدورې ادارې د پای ته رسیدلو لپاره وروستی او یواځینی مهرې دي چې په وژلو سره به یې د افغانستان حکومت بدنام شي.

دغه لیک په خورا مهارت لیکلی شوی او پکې یادونه شوې چې یواځې د استخباراتي کمیسیون د الف څانګې مجاهدین باید خبر وي او یاد عمل انجام کړي.

که پدې وروستیو کې د افغان سولې په پروسه کې د ښکېلو کسانو د وژنې نوعیت ته پام وکړو، نو ښکاره کیږي چې طالبان په مستقیمه توګه د خپلو شومو اهدافو د تعقیب لپاره یاد کار کوي.

څه موده وړاندې په کابل کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ پنځه کاروکوونکي ووژل شول، چې دوی غوښتل په وژنه یې پر افغان حکومت فشار را وړي خو وروسته ثابته شوه چې طالبانو د هغوی څخه د هغه طالب بندیانو د خلاصون په پروسه همکاري غوښتې وه چې افغان حکومت یې له خوشي کولو انکار کړی و، طالبان دغه پنځه او څلور د لوې څارنوالۍ نور کارکوونکي لدې امله په مرګ ګواښلي و چې ګواکې د دوی لخوا ور کړل شوی فرمایش یې ندی عملی کړی.

همدا شان طالبانو پدې وروستیو کې په ځنځیري توګه د دیني عالمانو وژنو ته دوام ور کړی، مولوي ایاز نیازی هغه کس و چې تل یې د افغان امنتیي ځواکونو ملاتړ کاوه او په هېواد کې روانه جګړه مردوده او ناروا بلله، شهید نیازی په هغه بورډ کې شامل و چې د طالبانو سره به د سولې د خبرو په ترڅ د جګړې په دیني منطق بحثونه وکړي، دا چې طالبان د مولوي ایاز نیازي له منطق ډاریدل نو د هغه د وژلو امر یې صادر کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply