طالبان سره بندي کمانډویان پاکستان ته سپارل شوي

سیدعبدالله پاچا

0 853

دا چې اوس د سولې مخامخ خبرې د بندیانو د خوشې کیدو پروسې ته ځنډيدلي، له طالبانو هغه کمانډو زندانیان ورک دي چې دوی نیولي او د پاکستان استخباراتي ادارې ته یې سپارلي دي.

د مالوماتو له مخې، له شل زیات کمانډو زندانیان چې د طالبانو په واک کې ورغلي، تر نیول کیدو وروسته یې له ډيورنډ کرښې اړولي او پاکستان ته یې سپارلي دي.

طالبان لومړی د دې زندانیانو څخه منکر شوي و، ځکه چې دا زندانیان اوس د دوی له واک وتلي دي او د پاکستان استخباراتي اداره یې بیرته نه ورکوي.

که طالبان د خبرو له لارې بیرته زندانیان ترلاسه کړي، نو حتما به ترې پاکستان استخبارات نوې غوښتنې لري او طالبان مجبور دي د دې پروسې د بشپړیدو لپاره نورې غوښتنې ومني.

اوس چې د طالبانو نږدې څلور سوه زندانیان پاتې دي چې باید خوشې شي، نو افغان حکومت هم د افغان سرتیرو د خوشې کیدو غوښتنه کړې او دا کار د طالبانو لپاره سخت شوی دی.

طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د ۵ زره زندانیانو د خوشې کیدو په بدل کې به ټول افغان سرتیري او دولتي زندانیان خوشې کوي، خو دا چې له طالبانو سره زر زندانیان نه پوره کیدل، همغو ورځو کې یې دولتي کارمندان ونیول او د زر کسانو شمېر یې پوره کړ.

خو هغه مهم زندانیان چې د کمانډو ځواکونو دي، افغان لور یې خوشې کیدل غواړي او دا زندانیان د طالبانو له کنټرول وتلي دي.

د مالوماتو له مخې، د کمانډو ځواکونو سرتیري چې طالبانو نیولي د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې ساتل کیږي او د ساتنې مسوولیت یې د پاکستان د استخباراتو پر غاړه دی.

له همدې د طالبانو غلامی مالومه کړئ چې د خپل وطن خلک او ساتونکي پاکستان ته سپاري، پاکستان د افغانستان ښکاره دښمن هېواد دی، خو دا چې طالبانو ته د جګړې امکانات ورکوي طالبان هر پست کار د دوی لپاره کوي.

طالبان لومړی د دې سرتیرو له زندانی کیدو منکر شوي و، خو دا چې افغان حکومت په دې برخه کې قوي دریځ ونیو، اوس مجبور شوي چې په دې تړاو بحثونه او مشورې وکړي چې څنګه دا سرتیري بیرته د پاکستان له استخباراتو لاس ته راوړلی شي.

د افغانانو غوښتنه هم اوس دا ده چې تر هغې دې د طالبانو زندانیان نه خوشې کیږي، تر څو چې طالبانو افغان سرتیري نه وي خوشې کړي.

دا د لوی مشورتي جرګې پریکړه هم وه چې نباید د زندانیانو خوشې کیدل یو طرفه وي، سولې ته د رسیدو لپاره باید طالبان هم اقدام وکړي او هغه غوښتنې چې افغانان یې لري، باید و یې مني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply