د پاکستان پوځ وایي، د افغان حکومت په غوښتنه یې له طالبانو سره په ښه ډول د مذاکراتو پر مخ وړو لپاره پر طالبانو بندیزونه لرې کړي دي.
د دوی په وینا، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له قمر باجوه سره په ټلیفوني اړکه کې دغه غوښتنه د پاکستان له پوځ څخه کړې وه، ترڅو مخامخ مذاکراتو ته لار هواره شي.
پاکستان څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا په غوښتنه یې د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر سفرونو، شتمنیو، وسلو او نورو بندیزونه لګولي دي، خو له دې اعلان وروسته یې سمدستي طالب پلاوی پاکستان ته دعوت کړ، چې دې کار د افغان حکومت غبرګون راوپاروه.
دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان د پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره ټلیفوني خبرې وکړې او په دې خبرو کې یې له هغوی وغوښتل چې دغه بندیزونه لرې کړي، ترڅو د مخامخ مذاکراتو پر وړاندې لار هواره شي.
دا چې پاکستان د دې نرمښت په بدل کې څه امتیاز ترلاسه کړی، په دې تړاو څه نه دي ویل شوي، خو ځینې ناتائید شوي راپورونه دا دي چې امریکا پر پاکستان فشار راوړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320