!تايوان ته د چک د مشرانو جرګې رئيس سفر او د چين غبرګون

جان روان ځاځی

0 822

د چک د مشرانو جرګې مشر ميلوس ويستويچ د اګست په ۳۰مه نېټه د یو ۸۹ کسیز پلاوي په مشرۍ تایوان ته سفر کړی او د چين  سخت غبرګون يې را پارولی دی.

 چين وايي؛ له نورو هيوادونو سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې د یو چين پېژندنې پراصل جوړې کړي او تايوان د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي.                                                                      

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي چې اوس له اروپا څخه په لېدنې بوخت دی، خبري رسنيو ته وویل، چې د تايوان مسئله د چين اصول ننګوي او په نړيواله ټولنه کې بې باوره بلل کیږي. که کوم هيواد د يو چين له پېژندنې څخه پښه اړوي، په حقيقت کې د ټولو چينايان دښمني پر سر اخلي.

د چين حکومت او چينايان به د چک د مشرانو جرګې مشر دغه سفر او تر شا يې د چين ضد پټو ځواکونو ته هرو مرو ځواب ورکړي او چک به د نوموړي د دې کړنې لوړه بيه پرې کړي.                              

تايوان ته د چک د مشرانو جرګې د مشر ميلوس ويستويچ دغه سفر نه یوازې چين په غوسه کړی، بلکې د چک دننه يې هم ډول ډول شکونه او غبرګونونه راپارولي دي.

د چک د مشرانو جرګې مشر ميلوس ويستويچ د دغه هېواد د ولسمشر او صدراعظم له مخالفتونو سره سره  تايوان ته تللی دی.

د چک ولسمشر ميلوس زيمن په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د چک حکومت تايوان ته د ميلوس ويستويچ له ياد سفر څخه ملاتړ نه کوي.

په چک جمهوريت کې د چين سفير د نوموړي د دغه سفر په غبرګون کې ويلي، چې دغه هيواد له تېرو ۷۰ کالونو راهیسې له چين سره ډيپلوماتيکي اړیکې لري او تل يې د يو چين پر پېژندنې ټينګار کړی دی. نوموړي د چک له مشرانو څخه غوښتي، چې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او په  عمل کې يې  ثابته کړي.

د چين رسنۍ وايي، د روان کال په اکتوبر کې د چک د مشرانو جرګې ټاکنې ترسره کیږي او په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې به د دې هيواد د استازو جرګې ټاکنې او په ۲۰۲۳ کال کې به يې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي، نو ويستویچ په دغو ټاکنو کې د خپل ګوند د برياليتوب لپاره هڅه کوي، چې له تايوان مسئلې هم ګټه پورته کړي او خپل ګوند ته زیات ټکټونه راوړي.

د چک د مشرانو جرګې مشر ميلوس ويستويچ  له دغه سفر وړاندې د امریکې د عامې روغتيا وزير اليکس ازار هم د اګست په نهمه نېټه تايوان ته سفر کړی و او د همدې مياشتې په لسمه نېټه يې د تايوان  مشرې سره ليدنه کړې وه. د چين چارواکو د نوموړي دغه عمل د چين او امريکا د دريو ګډو اعلاميو سره په  ټکر کې وباله او امریکې ته یې سخت احتجاج وکړ.  

امريکايي چارواکو د چين ياد احتجاج ته په ځواب کې وویل، چې تایوان ته د دې هيواد د روغتیا وزیر الکیس ازار سفر د دې لپاره دی، چې د کورونا ویروس پر وړاندې د تایوان له بریالۍ مبارزې ګټه پورته کړي، خو بېجينګ د واشنګټن دا خبرې خندوونکې وبللې او امریکې ته يې ګوتڅنډنه وکړه، چې د چين سرې کرښې دې نه چپړي، له تايوان سره دې هر ډول ډيپلوماتيک تګ راتګ پای ته ورسوي او د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره د چين د حکومت ټينګ هوډ ته دې په سپک نظر نه ګوري.

د يو چين پيژندنه د چين او امريکې او نورو هيوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو بنسټ دی.

د چين او امريکې د دريو ګډو اعلاميو له مخې امريکا منلې، چې د چين د ملي ولسي جمهوريت حکومت د دغه هېواد يوازينی قانوني حکومت دی او د امريکا خلک يوازې د تايوان له خلکو سره کولتوري او سوداګريزې اړيکې ساتلی شي، خو ديپلوماتيکې اړيکې ورسره نشي جوړولی.

د چين او امریکې يادې درې اعلاميې د یو چين پر پېژندنې ټينګارکوي، نو له همدې امله چين غبرګون ښيي او وايي، امريکايي چارواکي اصولو ته غاړه نه ږدي او په دغو کړنو سره خپل هيواد کې سياسي موخې لټوي.

چيني چارواکي وايي، د تايوان مسئله د چين مرکزي ګټو پورې تړاو لري او د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ده.

د امریکا د روغتیا وزیر الیکس ازار پداسې وخت کې تایوان ته سفر وکړ، چې د چين او امريکې اړيکې تر بل هر وخت تاوجنې او ترینګلې دي.

د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ همغه مهال د چین د ټکنالوژۍ په دوو کاريالونو (ټیک ټاک او ويچټ) چې په ګردې نړۍ کې په میليونونو کارونکي لري، بندیزونه اعلان کړل او وروسته يې د چين په ډېرو تصديو او شخصیتونو هم بندیزونه ولګول. 

چين وايي، امريکايي چارواکي اوبه خړوي او کبان نيسي.

چين د امريکايي چارواکو دا کړنې سياسي بولي او وايي، چې دوی د کوویډـ۱۹ وبا د مخنيوي په برخه کې پاتې راغلي، خپلو خلکو ته مخ نه لري، نو اوس غواړي د امريکايانو پاملرنه بلې خوا ته واړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply