ولسمشر محمداشرف غني نن د کابینې د ټولو نویو نوماند وزیرانو د معرفۍ مراسمو کې ویلي، د سولې له راتلو سره د حکومتولۍ په چارو کې زیاتوالی او دروندوالی راځي او حکومت د خلکو د ژوند وضعیت ښه کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه نویو وزیرانو ته خطاب کې ویلي، دا چې له کوم ځای راغلي یاست او په کوم ډول راغلي یاست پایته ورسېدل. هغه زیاته کړه، تر دې وروسته ستاسو کار د رهبرۍ ټیم سره دی او خلکو ته خدمت کول او ځواب ویل مو په کاري لومړیتوبونو کې باید ځای ولري.

د ولسمشر په وینا، د کرونا د منفي پایلو مدیریت، د اقتصاد چټک حرکت او د نړیوالو شرایطو د محدودیتونو پر اساس د کاري برنامو برابرول د کابینې عمده کارونه دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو د نوماند او سرپرست وزیر، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نور  رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، مېرمن معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر  او مېرمن کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې په توګه، ټاکلي دي.