د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابینې نویو وزیرانو ته خطاب کې ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته داخلېدل له ټولو نورو هویتونو سره خدای پاماني او په یو ملي هویت بدلېدل دي، چې هدف یې د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي.

امرالله صالح د کابینې د نویو غړو د کار پیل ته په اشارې زیاته کړه، د کابینې کار له مذاکراتو سره اړیکه نه لري، حکومت په هر حالت کې د ولس خدمت ته ژمن دی او په مذاکراتو کې د زمینې له مساعدېدو سره د خدمت ساحې پراختیا ته بشپړ چمتووالی لرو.

امرالله صالح  د دې په بیانولو سره چې د افغانستان کابینه د دولت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ له ځان سره لري وویل، اوس د یو واحد ټیم په توګه ستاسو کار د افغانستان ټولو خلکو ته خدمت کول دي او کاري برنامې مو پر همدې اساس باید برابرې کړئ.