اوربند د خبرو اساس جوړوي

سید عبدالله پاچا

0 771

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پيل غونډه کې بهرنیو هېوادونو استازو اوربند باندې ټینګار وکړ.

پر اوربند ځکه افغانان او بهرني هېوادونه ټینګار لري چې کولی شي دا پروسه بریا ته ورسوي او باور رامنځ ته شي.

د بهرنیو هېوادونو اندیښنه دا ده چې جګړه او تاوتریخوالی هرکله کولی شي چې د سولې مخامخ خبرې له ګواښ سره مخ کړي، نو ځکه د ټولو هېوادونو د استازو ویناوو کې اوربند باندې ټینګار شوی دی.

ناټو، ملګرو ملتونو، امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي او هیڅوک دې په هیڅ پلمه نه وژل کیږي.

د بین الافغاني خبرو له پيل سره په ټول افغانستان کې د خلکو تمه ده چې سرتاسري اوربند به رامنځ ته او جګړه به پای ته ورسوي.

د خلکو ټینګار ځکه په اوربند دی چې همدا خلک د دې جګړې قربانیان دي او ویره لري چې که د خبرو پرمهال وینه تویدنه جریان ولري، د خلکو باور به د سولې په مخامخ مذاکراتو باندې له منځه لاړ شي.

خلک د سولې خبرو ته د اوربند له لیدلوري ګوري او چې د سولې خبرو کې اوربند نه وي، دا خبرې د خلکو لپاره هیڅ دلچسپه نه دي.

که موږ خپل د اسلام تاریخ ته وګورو، ټولو جګړو پرمهال لومړی اوربند شوی او بیا مذاکرات شوي، کله چې مذاکراتو پایله نه ده ورکړې، بیا جګړه پيل شوې، خو د مذاکراتو په جریان کې هیڅ داسې مثال نشته چې جګړه دې دوام ولري.

ما د بین الافغاني خبرو په ماښام ځینې رسنۍ تعقیب کړي، اکثریت رسنیو چې  د قطر د غونډې په تړاو عام افغانان غږولي و، ټولو په یو غږ غوښتنه کوله چې اوس مخامخ خبرې پيل شوې، جګړې دې ودریږي او ښکیلې غاړې دې یوې هوکړې ته ورسیږي.

خلک په دې باور دي چې جګړه هیڅ ګټونکی نه لري او سوله کې به ټول اتلان شي، نو اړتیا ده چې د جګړې پر ځای سوله باندې تمرکز وشي او هغه پلانونه، سوچ، فکر او انرژي چې نن په جګړې مصرف کیږي، باید پر سوله مصرف شي.

افغانان له جګړو سخت ستړي شوي، څو نسله یې جګړه کې رالوی شول، ان یو نسل یې سپین ږیری او بل نسل جګړې ته په دننه کیدو بلوغ ته رسیږي، خو جګړې اور کم نه شو او د هرې ورځې په پرتله زیاتیږي.

طالبان مجبور دي چې د افغانانو او نړیوالو دا غوښتنه چې اوربند دی، ومني، طالبانو جګړه د څه لپاره کوله؟ که یې د سولې او متحد افغانستان لپاره کوله، خو هغه دی په میز دې مطرح کړي.

که طالبان جګړه د تاوتریخوالي د دوام او امارت لپاره کوي، نو بیا د سولې خبرې د څه لپاره کوي.

ځکه نه خلک اسلامي امارت غواړي او نه د تاوتریخوالي دوام، یواځې افغانان نه دي چې اسلامي امارت سره مخالف دي، بلکې سیمه او نړۍ هم په ښکاره له دې سره مخالفت لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply