ټرمپ: له افغانستان څخه ځواکونه وباسو او جګړه ختموو

0 676

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې دامهال په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو کار کوي او د همدې جګړې له ختمولو سره به له افغانستان څخه په بشپړ ډول امریکايي پوځيان هم وباسي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ دا څرګندونې تېره شپه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۵ ناستې ته د وينا پرمهال کړي دي.
ټرمپ ټينګار کړی چې امريکا په ټوله نړۍ کې د سولې غوښتونکې ده او له همدې کبله د افغانستان سولې په اړه په جديت کار کوي ترڅو ژر تر ژره له افغانستان څخه امريکايي پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.
نوموړي د افغانستان په شمول د هغوهېوادونو جګړې ته په اشارې چې امريکا په کې ښکېله ده وویل، د امريکا تېرو حکومتونو په دې اړه ناسمې او حتا ناکامې هوکړې کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بيا د استازو جرګې ته ويلي، وسله‌والو طالبانو له امريکا سره په کړې هوکړه کې ژمنې کړي او زياتوي که دغه ډله يادې ژمنې عملي نه کړي، نو له افغانستان به امريکايي ځواکونه ونه ووځي.
په افغانستان کې د جګړې ختمولو او له دې هېواد څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو دا څرکندونې داسې مهال کېږي چې دامهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې پر مخامخ خبرو بوخت دي؛ خو له قطر څخه رسنيو ته رسيدلي مالومات په ډاګه کوي چې تر اوسه دواړه خواوې د سولې په اړه اساسي بحثونو ته نه دي داخل شوي چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې يې د اغیز کوم څرک پيدا شوی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply