تخار کې د حکمتیار او عطامحمد نور د ملیشو پر لاس روان جنایت

0 755

راپور

د تخار اوسيدونکي وايي چې په دغه ولايت کې پر سياسي ګوندونو پورې له تړاو لرونکو مليشو او نامسووله وسله‌والو تر پوزې راغلي دي.
دوی زياتوي، دغه مليشې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د اسلامي جمعيت ګوند د اجرائيه رئيس عطاءمحمد نورو له لوري يې ملاتړ کېږي، له خلکو باج اخلي او په خپلو سيمو کې د بشر ضد جرایم ترسره کوي.
د تخار اوسيدونکي له سيحون نيوز سره په خبرو کې ويلي، دغه مليشې د ياد ولايت په رستاق او چاه اب ولسواليو کې فعاليت کوي او د خلکو پر ځورولو او زورزياتي سربېره په قاچاق، زورواکۍ او ان وخت ناوخت پخپل سر ځايي اوسېدونکي محکمه کوي.
دغه راز د ځينو سرچېنو له لوري سيحون نيوز ته را رسېدلي مالومات ښيي چې په دې سيمو کې بشير قانط، عبدالله ګارد او يو شمېر نور افراد د قومندانانو په توګه د دغو مليشوفعاليتونه تنظيموي.
د سرچينو د مالوماتو له مخې دغه قومندانان د ځينو سياسي ګوندونو او د ولسي جرګې د يو شمېر هغو غړيو له ملاتړ برخمند دي چې پر ګوندونو پورې تړاو لري.
په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی حميدالدين يولداش هم له سيحون نيوز سره په خبرو کې د مليشو موجوديت تائيدوي او زياتوي چې په روستاق او چااب کې د سياسي ګوندونو دې وسله‌والو مليشو د خلکو ستونزې زياتې کړي دي.
نوموړی وايي، د يادو وسله‌والو مليشو تر شا ولاړ ګوندونه په دې دواړو ولسواليوکې خپلو مليشو ته نظامي امکانات په واک کې ورکوي او زياتوي چې د دوی تر حکم لاندې مليشې بيا د خپلې خوښې راج پر خلکو چلوي. يولداش دا هم مني چې په روستاق او چااب کې عمده مليشې پر حزب اسلامي او دغه راز د جمعيت اسلامي ګوند پر اجرائيه رئيس عطاءمحمد نور پورې تړلي دي.
په همدې حال کې د تخار د والي وياند جواد هجري هم له سيحون نيوز سره په ټليفوني خبرو کې د سياسي ګوندونو له لوري د مليشو ملاتړ تائيدوي خو وايي چې دغه مليشې تر دې حده نه دي چې د حکومت حاکميت وننګوي. هجري ډاډ ورکوي چې حکومت په تخار کې د حزب اسلامي او اسلامي جمعيت ګوند د مليشو له منځه وړلو ته ژمن دی او په خبره يې د يادو مليشو هر ډول خپلسرو فعاليتونو مخه به نيسي. نوموړي دغه راز دا هم وايي چې د روستاق يو شمېر برخې د ګوندونو له لوري د جوړو شويو مليشو د فعاليتونو له کبله ناامنه شوي هم دي.
هجري زياتوي چې دا امني له دې کبله رامنځته شوي چې د ګوندونو دغه نيابتي مليشې خپلمنځي ستونزې او اختلاف لري چې په خبره يې وخت وخت د همدې ستونزو له کبله په خپل منځ کې وسله‌والې جګړې هم کوي. نوموړی وايي، د يادو ستونزو مخنيوي او څېړلو په هدف ۹ځله باصلاحيته پلاوي له کابل تخار ته ورغلی خو په خبره يې تر دې مهاله په تخار کې د مليشو له امله رامنځته شوې ستونزې اوس هم پر ځای دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ګلبدين حکمتيار او عطاءمحمد نور نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره پرې ونه توانېدو.

سیحون خبري آژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply