امریکا د پاکستان له لارې افغانستان ته د خپلو تازه دمو سرتېرو لپاره د تجهیزاتو استول پیل کړل

0 860

امریکا افغانستان ته د خپلو ۴۰۰ تازه دمو سرتېرو د را استولو له اعلان سره سم، د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته د نویو تجهیزاتو را استول هم پیل کړي دي.

دې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه امریکایي ټانګونه تازه د خېبر درې له لارې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تازه دمو امریکایي سرتېرو لپاره افغانستان ته را استول کېږي.

د دغو کاروانونو یو پنجابی ساتونکی په دې ویډیو کې په اردو ژبه وایي: «دا هغه ټانګونه دي چې د پاکستان له لارې د ناټو په چوکاټ کې ځواکونو لپاره افغانستان ته وړل کېږي

د معلوماتو پر اساس، پاکستان امریکایي ځواکونو ته د تجهیزاتو را استولو له لارې هر کال میلیونونه ډالر اخلي او تازه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې هم له دغې سوداګرۍ سره مخامخ اړیکه لري.

د شنونکو په باور، که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي د پاکستان دغې سوداګرۍ ته هم زیان اوړي او ښایي له همدې وجې وي چې عمران خان غواړي یو وار بیا د امریکا باور خپل کړي او تازه دمو سرتېرو ته د تجهیزاتو کاروانونو په اړولو بیا پیسې ترلاسه کړي.

پاکستان په امریکا د فشار لپاره له دغو کاروانونو مناسبه استفاده کوي او د وسله والو په مټ وخت ناوخت دغه کاروانونه هم نښه کوي، خو تازه د تجهیزاتو دغه کاروان په خوندي ډول تورخم ته په نږدې کېدو دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply