د فېشني ډاکټر عبدالله د پاملرنې په پار

0 1,446

د فېشني ډاکټر عبدالله د پاملرنې په پار :

پام دې اوسه چې د مريم نجفي غوندې بيا بل چا ته ګپ ورنه کړې

له دعوه جلابۍ او ځان سينګارونې پرته خو بل کمال نه لرې

طلاق خلک د ورځې په محکمه کې ورکوي، نه په نيمه شپه کې هغه هم په ملی امنيت کې ځکه چې له حقوقي موضوع سره هېڅ تړاو نه لري

نوټ : ډاکټر عبدالله بايد دا ژمنه وکړي چې له خپلې زړې مېرمن سره خوشاله دی او د بلې هيله نه لري. موخه مې دا ده چې بيا د بهرنيو چارو د وزارت له موقفه يې ناوړه ګټه پورته کړې وه. مريم نجفي ته يې دروغ ويلي وو او ګپ يې ورکړی وو چې بيا دا ځل د ولسمشرۍ له موقفه ناوړه ګټه پورته نه کړي او د بل چا له ژوند سره لوبې ونه کړي. پخوانی ولسمشر هم په دغه خيانت او دوکه کې ورسره مل (شريک) دی، ځکه چې د خيانت (تزوير) او دروغو پر وړاندې يې د حق او د ښځينه مظلومې ننګه نه وه کړې.

ډاکټر عبدالله غني ته :

ولسمشره له هم دې ځايه اعلان کوم چې که له دې وروسته تا څوک ممنوع الخروج يا ممنوع الورود اعلان کړل، موږ به خلک مدني مقاومت ته راوبلو، هغه وخت مسوليت بيا ستا پر غاړه دی، زه پوهېږم چې دا کار دې د کمپاين لپاره دی، که څوک دې خبره ونه مني، هغه ته توطيه جوړوې. ولسمشره ته نور له خصوصي سکټور سره د تړونونو د لغوه کېدو حق نه لرې، د ولسمشرهرهغه حکم په دې هېواد کې د عملي کېدو نه دی چې کمپايني بڼه ولري.

ښاغلی ډاکټر عبدالله،

ايا دا درته توطيه، چل وفرېب (دوکه) نه ښکاري چې يوه پېغله دې د خپل تېر واک په دوران کې هغه هم د فرانسې غوندې په هېواد کې دوکه کړه.

  • لومړی د خپلې مېرمنې په حق دې دروغ ورته ويلي،
  • پر خپلې کورنۍ (موروپلار) دې تور پورې کړی،
  • درېيم دا چې هغې پېغلې نجلۍ ته دروغ ويلي وو،
  • ولې دې وګواښله او پرې دې ښووله؟

د تېر جهادي پير د ترخو تجربو له مخې داسې جوتيږي چې زموږ جهاديانو ته برابره خبره ده هغه که سختدريزه اسلامپال او ميانه رو او يا دا نور ، خو نه ورته ملي – اسلامي او نه ورته اخلاقي ارزښتونه کوم ارزښت لري، کنه پخواني ولسمشر به په داسې مسايلو کې چې ملي – اسلامي او يا اخلاقي ارزښتونه سره سر نه وهي په کله ومېړانه ننګه کړی وای، خو هغه چپه د ظالم لاسنيوی کړ او حق يې تر پښو لاندې کړی دی، کنه د ايټاليا لومړي وزير د يوې کمعمره پېغلې په تړاو له صدارته لېرې او محکمې ته کش شو، خو زموږ نه يوازې چې محکمې ته کش نه شو، بلکې لا پر شا وډبول شو او ان خبره د جانکيري په منځګړيتوب د ملي يووالي ګډ حکومت سره ورسېده چې وروسته غني روښانه کړه چې عبدالله کورنۍ جګړې ته لمن وهله او ما نه غوښتل چې د تېر جهادي پير ناخوالې د رباني او د ګلبدين د وخت په کورنۍ جګړه کې ښکېل شم.

د تېرې مخينې او تجربو له مخې پخوانی ولسمشر د ښې کليوالي ملکۍ او ډاکټر عبدالله بيا ښه د ښاري فېشنۍ وړتيا او استعداد او ذوق لري. له دې پرته خو بل داسې کمال پکې نشته چې سړی پرې حساب وکړي او د ولس په درد وخوري.

په درنښت

سيد حسين پاچا

عبدالله: غني خپل ټاکنيز کمپاين کې له دولتي امکاناتو کار اخلي

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49708030

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply