د نجفي زاده منطقي پوښتنې او د عبدالله غولونکي ځوابونه

0 1,041

-خالد سنګر   

د برحاله اجراییه رییس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله مرکه مې له طلوع نیوز تلویزیون سره ولیده، څومره تمه چې کېده هغسې قانع کوونکي ځوابونه یې ورنه کړای شول او د پلویانو هغه ادعاوې یې چې ګوندې ولسمشر له همدې تلویزیون سره په مرکه ولس ته قانع کوونکي ځوابونه ورنه کړل، د ښاغلي عبدالله عبدالله مرکې تر ډېره غلطې او عقدوي ثابتې کړې.

عبدالله د افغانستان د اجراییه رییس په توګه په خپل تېر پینځه کلن ماموریت کې نه یوازې دا، چې ملت ته کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې، بلکې تر ډېره یې خپل وخت په مخالفت تېر کړي او د ډېرو پرمختیایي کارونو، چې په ترسره کېدو یې ملت او هېواد ته خورا زیات خیر رسېده مخنیوی کړی دی او که د ولسمشر غني په څېر ډاکیزه یې ووایو تر ډېره یې چېلک اندازې کړې او د هېواد د کابو لسو یا پنځلو کالو د پرمختګ، ابادۍ، ښېرازۍ او د افغانانو د ژوند د ښه کېدو پر وړاندې لکه فولادي دېوال خنډ شوی دی او لا هم خپل دې چارې ته په داسې حال کې دوام ورکوي، چې د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ خوبونه ویني.

د طلوع تلویزیون مشر او د افغانستان پیاوړي ژورنالیست ښاغلي نجفي زاده پرته له شکه چې ولسمشر نه هم سختې پوښتنې وکړې، خو دا چې ولسمشر په تېرو پینځو کلونو کې ولس ته تر ډېره محسوس کارونه ترسره کړي، د نوموړي پوښتنو ته یې تر ډېره ځوابونه او د بحث د غځولو لپاره ډېر څه لرل. ولسمشر په خپله مرکه کې د هېواد د ځینو پرمختګونو لکه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، هوایي دهلیزونو ایجاد، د اوبو مهارولو، د خصوصي سکتور پیاوړتیا او نورو لاسته راوړنو خبرې وکړې او تر ډېره  د خلکو د رضایت وړ وګرځېدې، خو دا چې مخالفینو یې د نیوکو لپاره څه نه لرل، د ده ځینې خبرې یې په منفي ډول تعبیر او د ولس غولونکي بحث لپاره یې د زمینې برابرولو هڅې وکړې.

ښاغلی عبدالله عبدالله د هېواد د اجراییه رییس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه دې مرکې ته هیڅ ډول تیاری نه درلود او فکر یې کاوه، چې بیا به په څو خبرو ولس وغولوي، خو دا ځل د ملت غولولو اجازه ورنه کړل شوه او جدي پوښتنو سره مخامخ شو.

که احیاناً د مرکې پر نورو پوښتونو ژور بحث ونه کړو او یوازې د عبدالله عبدالله د جامو او فېشن په اړه د نجفي زاده پر پوښتنه بحث وکړو نو ډېرې خبرې دي چې باید عبدالله عبدالله یې ځواب ووایي.

ښاغلي نجفي زاده له عبدالله عبدالله نه پوښتنه وکړه او هغه عکسونه یې هم وروښودل چې د لندن په تر ټولو لوړ بیه پلورنځي کې یې درېشې او نور لباسونه اخیستي وو. نجفي زاده ورته وویل چې د دې پلورنځي په وېب سایټ کې یې د ځینو لباسونو بیې وکتلې چې خورا لوړې او نه ښایي د افغانستان غوندې د یوه غریب هېواد سیاسي مشران یې وپېري. نوموړي وویل چې په دې پلورنځي کې د یوه یخن قاق بیه ۷۴۰ ډالره ده نو تاسې په لاس کې له جامو د ډکې پلاستیکې کڅوړې بیه به څومره وه؟

ښاغلي عبدالله عبدالله د یوه غریب او دربدره ملت د سیاسي مشر او مسول شخص په توګه نه یوازې دا چې د خپل دې کار بخښنه ونه غوښته بلکې دا یې ویاړ وباله، قیمتي لباس اغوندې او مفشن ګرځي. نوموړي د اخیستل شویو لباسونو بیه ونه ویله او نه یې د دې لباسونو د اخیستو مدرک روښانه کړ. کله چې یو څوک ملت ته د خپلو جامو د اخیستو د مدرک حساب نه تښتي نو په راتلونکي کې به د لویو لویو کارونو په اړه څه حساب ورکړي؟ ملت له عبدالله عبدالله نه د ده د قیمتي لباسونو چې ویل کېږي د یوې درېشۍ قیمت یې لس زره امریکایي ډالر کېږي، حساب او مدرک غواړي او دې ځواب ته په تمه دي.

د تالار ګډونوالو عبدالله عبداالله نه ګڼې پوښتنې وکړې، چې دوه هغه یې د برېښنایي تذکرو او او افغانیت په اړه وې. نوموړي دې پوښتنو ته هم سم ځواب ونه وایه او خبره یې په خندا کې تېره کړه. وویل چې په افغانیت او اسلامیت ویاړي خو نور بحث ته هم ضرورت لري. کله چې د یوه هېواد مهم سیاسي مشر او مسول شخص پر افغانیت او اسلامیت باور ونه لري او پر دې ملي مسلې د بحث غوښتنه کوي، معلومه ده، چې د افغان کلیمې ته ژمن نه دی او کله چې یو څوک خپل ملي هویت ته ژمن نه وي له هغه به د خدمت څه هیله وشي.

افغانیت یوه سپڅلې کلیمه ده، چې موږ پرې په نړیواله کچه پېژندل کېږو او یو نړیوال باور او شخصیت یې راکړی، عبدالله عبدالله که د وطن جوړولو او د ملي وحدت پر ټینګښت باور ولري، افغانیت دې د ملي هویت په توګه ومني او په دې اړه د بحث د ضرورت له امله دې ملت نه بخښنه وغواړي.

د برېښنایي تذکرو په اړه هم ښاغلي عبدالله معقول ځواب نه درلود، دا مهمه او ملي مسله یې هم د خپلې خندا په څپو کې کمرنګه او بې ځوابه پرېښوده، څه ډول تمه چې ترې کېده او له دې پروسې سره د خپل مخالفت لپاره یې منطقي دلیل ونه شو ویلی. ده وویل چې دا مسله په سمه توګه مدیریت نه شوه او کمپایني ګټه ترې اخیستل کېده، که عبدلله د دې پروسې د مخالفت پر ځای د ښه مدیریت طرحه وړاندې کړې وای ملت ته به یې اوس د ویلو لپاره ډېر څه لرل. اوس هم وخت نه دی تېر د سم مدیریت طرحه دې وړاندې کړي هم به پروسه پیل شي او هم به ده ته مثبت کمپاین وشي.

عبدالله عبدالله په دې مرکه کې یوازې د خپل سیاسي مخالف پر خبرو د ملنډو اکټونه کول، د ولسمشریزو ټاکنو د یوه نوماند په توګه یې د هېواد راتلونکي او ولس لپاره هیڅ ډول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او کومه بله برنامه نه لرله. په داسې حال کې چې په مکرر ډول ترې د راتلونکو برنامو په اړه وضاحت وغوښتل شو، خو ده نه یوازې دا چې ځوابونه نه لرل بلکې غوښتل یې د خپرونې وخت په خندا او ټوکو تېر کړي. د خپلو برنامو په اړه یې وویل چې کله بریالی شي بیا به ګورو.

په خپل ټیم کې د پښتنو د ځای ځایګي په اړه یې هم ځوابونه کاملاً ګونګ او قانع کوونکي نه وو، د زورواکو، غاصبینو ، مفسدینو او قانون ماتونکو، چې اوس د ده د ټیم ستره برخه تشکیلوي ، روښانه او منطقي دلایل نه لرل.

عبدالله عبدالله اوس هم د جمعیت له ادرس نه کاندید دی او فکر کوي، ټول افغان ملت جمعیت دی او دی سل په سلو کې بریالی دی، خو نه ملت ته هغه شخص مهم او بریالی دی چې د دوی د ژوند د ښه والي لپاره روښانه برنامې ولري او د ملت د خیر او پرمختګ فکر ورسره وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply