د لندن په هوايي ډگر کي يوه ښځه له پنځو بکسو پيسو سره نيول شوې

0 694

د بریتانيا پولیسو د لندن په هیترو هوایي ډګر کې یوه ښځه له پنځو بکسونو سره چې له پيسو ډک ول نیولې ده. هغې دغه پيسې دوبی ته انتقالولې.

د بریتانيا د سرحدي پولیسو په حواله ویل شوي دي چې د دې ۳۰ کلنې ښځې نوم تارا هینلن دی، چې د لندن د هیتر هوایي ډګر څخه يې په یوې تجارتي الوتکه کې دوبی ته پرواز لاره.

له دغې ښځې سره چې پنځه بکسونه ول ټول د بریتانيا د پولي واحد پونډ څخه ډک ول. کله چې د بریتانيا سرحدي پولیسو ته شک پيدا شو او د دغې ښځې سفري بکسونه یې تلاښي کړل نو ۱،۹ میلیونه پونډه یې ترې را وایستل. دا پيسې د ۲،۴۴ میلیونه امریکایي ډالرو معادل کیږي.

د چارواکو په خبره په روان کال کې د بریتانيا په هیڅ کوم سرحد کې سرحدي پولیسو دومره ډیرې پيسې نه دي نیولې. تر نیول کیدو وروسته د دغې ښځې پر وړاندې د پيسو سپینولو د جرم دوسیه پرانیستل شوې ده.

د بریتانيا حکومت په حواله دوی د پيسو سپينولو پر وړاندې سخت اقدامات کوي، څو له بریتانیا څخه په غیر قانوني ډول ایستل کیدونکو پيسو څخه د سازمانیافته جرمونو د ترسره کولو په برخه کې کار وانه خیستل شي.

dw.com/ps

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply