د پاکستان او طالبانو په اړه د محسن داوړ څرګندونې

عبدالمنان توحیدیار

0 622

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبري غړي او د پاکستان پارلمان مشر له شمشاد ټلویزیون سره مرکه کړې او په دې مرکه کې یې د پاکستان او افغان طالبانو په اړه څرګندونې کړي دي.

محسن داوړ ویلي

د عبدالله عبدالله د سفر په تړاو تراوسه څه نه شو ویلی، دا سفر د سولې پروسې په اړه یاد شوی، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې پاکستان تراوسه ښکاره اقدامات نه دي کړي چې دا یقیني کړي چې دا هېواد افغانستان سوله کې همکاري کوي.

تاسو وګورئ، ډیر کله داسې سفرونه کیږي، ژمنې کیږي، خو تراوسه عمل نه دی شوی، تاسو وګورئ همغو خلکو ته (طالبان) همغه پورتوکول د پاکستان ریاست له لوري ورکول کیږي.

لنډه دا چې د پاکستان د عمل په اړه هیڅ نه شو ویلی، هغه وخت کیدلی شي چې عمل وکړي، زموږ باور به هغه وخت وشي چې پاکستان په ژمنو عمل وکړي، هغه ډول چې خلک غواړي، پاکستان عمل نه دی کړی.

پاکستان دا ویلي چې موږ پر طالبانو نفوذ لرو، نو بیا ولې طالبان اوربند ته نه هڅوي او یا یې نه مجبور کوي.

د طالبانو شورا کویټه کې ناسته ده، پاکستان دا دعوه لري چې طالبان یې د مذاکراتو میز کینولي دي، نو بیا همدا هېواد کولی شي چې پر طالبانو ومني چې اوربند وکړی، نو ولې دا کار نه کوي.

د پاکستان ځینې چارواکي اعتراف کوي چې دوی افغان طالبان سپوټ کړي او پوره نفوذ پرې لري.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ښکاره ویلي چې دوی طالبان خپله خاوره کې روزلي دي، کله دوی انکار کوي او کله دا ټولې کییسې منی.

جنرال باجوه د روسیې په یو کنفرانس کې ویلي و چې د افغانستان په جګړه کې یې لاس درلود،

که چیرې پاکستان وایي چې موږ لاسوهنه نه کوو، نو بیا ولې دا خبره کوي چې د کابل د امن لار کشمیر سره تړلې ده.

څه چې شوي، هغه شوي، اوس پکار ده چې افغانان په خپلمنځ کې پوره سوچ سره کینی او پریکړه وکړي چې هیڅ ډول تاوتریخوالی نه منو، هیڅ بیرونی مداخله نه منو.

افغانان خپله کولی شي ځان له دې مصیبتونو خلاص کړي، هو بهرني لاسوهنې هم شته.

د افغانانو خاوره ډیر کله قوتونو د خپل قوت لپاره استعمال کړې، افغان خاوره باندې د خپلواکۍ ښه لار یووالی دی، که ټول یو شي، ټول خو د دښمن له لوري نه شي وژل کیدلی، خو که بې اتفاقه وي، یو یو به وژل کیږي.

لر او بر افغان په اړه باید ووایم چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي، د افغانانو ښه او بده ورځ به یو ډول وي، که زه ښه یم، له ډیورنډ کرښې هاغاړې افغان به هم ښه وي او که په ما بده ورځ وی، هغوی به هم ورځ ښه نه وي.

لر او بر یوه سیاسي خلا شته، نو سیاسي فعالیت ته ضرورت دی چې خپل قوم کې سیاسي شعور راولو او ځانونه منظم کړو، ځکه له نظم پرته موږ مقابله نه شو کولی.

د ترهګرۍ په اړه هر څه ښکاره شوي چې چا ترهګري راوستله او چا ورته مرکزونه جوړ کړل، جنګ امریکا راوړه او روزنه د پاکستان استخباراتو ورکړه، صرف ټوپک زموږ په اوږه و او ورته مخ هم زموږ سینه وه، ټوپک هم پردی و او سوچ او دسیسه هم د بل چا وه، یواځې مخ ورته موږ و.

قوتونه کولی شي چې هر ډول ټولنې انحصار کې واخلي او د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي، زموږ خلک هم لویو قوتونو وکارول.

دا جګړه نه زموږ وه، نه دا زموږ فکر و، دا زموږ په خلکو تپل شوی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به راتله، دلته به یې پاکستاني چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کولې.

پشتون وطن کې د ډالرو جګړه وه، د پاکستان پوځ او استخباراتو ټول عمر په کرايي جګړې کړي دي، اوس هم له دې پروژو لاس نه اخلي.

د امریکا او روسیې خپل جنګ و، چې د افغانانو په خاوره یې وکړ، امریکا دا ګټه وکړه چې روسیه یې څو ټوټې کړه، افغان وطن یې هم برباد کړ، د دې دواړو قوتونو اجنډاوې ښکاره وې.

د امریکا هدفونه لا هم په افغانستان او سیمه کې شته چې باید تعقیب یې کړي، یواځې پالیسیو یې بدلون کړی دي.

د امریکا به یو هدف دا وي چې د چین د یو لار یو کمربند مخه ونیسي.

ترهګرو ډلې یو ځل بیا قبایلي سیمو او پښتون وطن کې منظم کیږي، له موږ سره ویره ده چې داسې نه وي له سولې وروسته یوه بله پروژه د جګړې پيل شي.

که چیرې د سولې خبرې ناکامه کیږي، نو داسې ښکاري چې پاکستان ریاست نورې ترهګرې ډلې وروزي چې کابل باندې نفوذ ولري، موږ دې موضوع ته بیداره یو چې مخه یې ونیسو.

زموږ چې له چا سره مقابله ده، له هغوی سره ډير قوتونه دي، نو اړتیا وه چې زموږ تنظیم له ولسي راووځي او اییني شي، په همدې تړاو موږ څو ځل ناستې وکړې چې دا غورځنګ یو منظم سیستم کې راولو.

زموږ مبارزه له ریاست څخه د خولې مړۍ اخیستل دي، دا کوم اسانه کار نه دی، د دې لپاره د قوي تنظیم اړتیا وه، هو، په دې تړاو زموږ مخالقتونه راپورته شوي و، خو دا مخالفتونه جدي نه و، د نظر اختلاف و.

زما نظر دا وچې له جمهوري تنظیم نه پرته دا غورځنګ مخکې نه شو وړلی، د غورځنګ پلویان دې ډاډ وي چې په دې تړاو هره پریکړه به له ولسونو سره شریک کیږي.

د پښتون غورځنګ له راتګ وروسته یوه ګټه دا وشوه چې اوس پښتون له وژل کیدو سره سم ټوله نړۍ خبریږي چې پښتون بې ګنا وژل شوی، پخوا به لس شل وژل کیدل او بیا به پرې د ترهګرو نوم کيښودل کیده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply