نیازی: ملا برادر د افغان وطن د تخریب لپاره د پاکستان جنګي عسکر دی

0 1,420

له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا منان نیازی وايي، ملا هبت الله او ملا برادر په افغانستان کې د تخریب او جنګ پر مخ وړلو لپاره د پاکستان جنګي عسکران دي.

نوموړي په یو تازه ټویټ پیغام کې څرګنده کړې، چې ملا برادر او ملا هبت الله ایران ته هم تعهدات لري او له دوی دواړو یې روبوټان جوړ کړي دي.

د هغه په خبره، له طالبانو سره د سولې خبرې د وخت ضایع کول دي او دغه مذاکرات باید له پاکستان سره ترسره شي.

ملا منان نیازي تر دې وړاندې هم د ملا هبت الله ډله طالبان ننګولي و، چې ګواکې پاکستان ته کار کوي.

د ملا منان نیازي جنګیالي په هرات، فراه او یو شمېر نوور ولایتونو کې فعالیت ترسره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply