طالبان دې د فتحې خوبونه هیر کړي

عبدالمنان توحیدیار

0 564

طالبان له تیرو شل کلونو راهیسې د فتحې خوبونه ګوري او دې خوبونو د رښتیا کولو لپاره یې سلګونه زره افغانان قرباني کړل، خو ورته و نه رسیدل.

طالبانو په څو جګړو کې دا ښه درک کړې چې هیڅ سیمه باندې کنټرول نه شي کولی او نه یې ساتلی شي، خو بیا هم د پردیو جګړو د دوام او وینې تویدنې لپاره سختې جګړې کوي، چې پایله یې مرګونه او ویجاړی دی.

د طالبانو مشرانو ته د خلکو قرباني او ویجاړۍ هیڅ توپير نه کوي، یواځې دومره چې طالب مشران په سختو جګړو بهرني افرین او پيسې ترلاسه کړي.

تاسو همدا اوس د طالب مشرانو په اړه مالومات وکړئ، هر یو یې له هېواده بهر پانګونه لري، کورنۍ یې ښه ژوند لري، دا هر څه له کومه کیږي، خو ښکاره ده چې د جګړې له درکه یې پيدا کړي دي.

ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په تالار کې یو ځل بیا د طالبانو مشر ملا هیبت الله چلنج کړ چې د خلکو پروړاندې دې راښکاره شي او ازاد بحث دې وکړي چې طالبانو په تیرو شل کلونو کې د دې خلکو لپاره څه کړي، پرته له دې چې خلک یې وژلي او ویجاړ یې کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند او غور ولایت بریدونو ته په اشارې وویل چې د طالبانو وروستي بریدونو وښودله چې دا ډله په کاذبه فتحه باور لري، خو افغان ځواکونه هیڅ فرصت نه ورکوي چې دا ډله یوه سیمه د څو ورځو لپاره ونیسي.

ولسمشر د طالبانو پروړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتیرو د سرښندنو او قربانیو ستاینه وکړ او و یې ویل چې افغان ځواکونه ویاړلي دي، دا ځواکونه له خلکو او خاورې د دفاع توان لري.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې ډاډ وښود چې طالبان به په بهرنیو روایاتونو باندې هیڅکله بریالی نه شي چې دلته هدف ته ورسیږي.

هغه د بهرنیو ځواکونو هوکړو او ژمنو ته په اشارې وویل چې امریکایي ځواکونه له افغان ځواکونو سره دهلمندپه دفاع کې ودریدل او موږ ته ډاډ راکول شوی چې مرستې به دوام وکړی.

دا ښکاره ده چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره نړۍ ولاړه ده او دې ځواکونو په تیرو کلونو کې ثابته کړې چې هیڅ بهرني ترهګر لپاره د افغانستان خاوره خوندي نه ده او زیات شمېر بهرني ترهګر نیول شوي دي.

ناټو هم تازه د مرستو د دوام ژمنه وکړه او د روان میلادي کال وروسته به دا مرستې پیاوړې شي.

د امریکا ژمنې په خپل ځای دي او هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی، هغه ژمنې چې امریکا او ناټو غړو هېوادونو کړي مرستې دوام پيدا کوي، تر څو چې افغانستان د ثبات خاوند کیږي.

د ولسمشر غني له دې څرګندونو ښکاره پيغام دا و چې طالبان دې د فتحې خوبونه نه ګوري او که په رښتیا غواړي چې سوله وکړي نو له رامنځ ته شوي فرصتونو دې ګټه واخلي او جګړه دې بس کړي.

ښکاره ده چې جګړه کې د پردیو ګټې دي او د افغانستان برخه پکې بربادي او وینه تویدنه ده، خو ترکومه به افغانان د پردیو د ګټو لپاره قربانی ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply