محسن داوړ: پاکستان هڅه کوي محکوم قومونه بې‌ اتفاقه وساتي

0 1,315

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، پاکستان له اوږدې مودې داسې هڅه کوي چې دغلته محکوم قومونه بې اتفاقه او له يوه بل يې لرې وساتي.

نوموړی وايي، پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ سوله‌ييزې مبارزې ته پام په دې وېره کې دی چې نور محکوم قومونه د رياست خلاف پورته نه شي.

دواړ زياتوي، د پاکستان دا وېره له دې کبله ده چې ښايي پښتانه له بلوڅو او نورو محکومو قومونو د نږدېوالي په ترڅ کې اتفاق وکړي او د حق غوښتنې ګډه مبارزه پيل نه کړي. ځکه په خبره يې دا بيا د پاکستان د بقا لپاره خطرناک تمامېدای شي.

محسن داوړ دا خبرې د پاکستاني ځواکونو هغه اقدام په غبرګون کې کړي چې تېره يکشنبه ناوخت يې غوښتل د پاکستان حکومت مخالفو سياسي ګوندونو ايتلاف په غونډه کې د ګډون لپاره کووټې ته لاړ شي. خو يادو ځواکونو يې مخه ونيوله.

د پاکستان پر رياست د قومونو ترمنځ د نفاق او توپيري چلند په اړه د نوموړي دا نيوکې داسې مهال دي چې تېره يکشنبه د شپې په کووټه کې د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بوټو هم له دې کبله د پاکستان پر حکومت سختې نيوکې وکړي.

نوموړي د پاکستان حکومت مخالف سياسي ايتلاف لويې غونډې ته د وينا پرمهال زياته کړه چې د پاکستان رياست د بلوڅانو کاني زېرمې زبيخي خو په خبره يې پخپله بلوڅان له لوږې او تندې مري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply