قطر هوکړه کې د ترهګرۍ پر وړاندې بې تفاوتۍ مرګ ژوبله زياته کړې

0 725

د پاکستان پخوانی سناتور او سياسي فعال افراسياب خټک وايي، د وسله‌والو طالبانو او امريکا ترمنځ د قطر په هوکړه کې د ترهګرۍ مرکزونو د تړلو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او دا لامل شوی چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو قرباني دوام ومومي.

نوموړي دا څرګندونې نن په خپل ټوېټر کې د خوست او پېښور چاودنو په غبرګون کې کړي دي. افراسياب خټک که څه هم د هغه ځای په اړه څه نه دي ويلي چې د ترهګرۍ مرکزونه په کې دي، خو داسې ښکارې چې دا څرګندونې يې په پاکستان کې د وسله‌والو طالبانو د تمويل، تجهيز او پټنځايونو په اړه کړي دي.

نوموړي ټينګار کړی چې دامهال د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې او واقعي مبارزې وخت را رسېدلی څو د کرښې دواړو غاړو ته د ولسونو د وينې تويېدنې مخنيوی وشي.  نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستيو کې افغانستان د جګړې زياتولي شاهد دی او افغان حکومت د جګړې دې شدت مسوول وسله‌وال طالبان بللي دي.

له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما هم په خپل تازه راپور کې ويلي چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکراتو پرمهال هېڅ د جګړې ګراف نه دی کم شوی او همدا لامل شوې چې په جګړه کې د عامو افغانانو قرباني زياته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply