په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما وايي، د روان ميلادي کال له پيل د سپټبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د جګړې پرمهال ۵ زره ۹۳۹تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوناما په دې اړه خپل تازه راپور کې چې نن يې خپور کړی ويلي، د ملکي مرګ ژوبلې ټوليزو شمېرو له مخې دوه زره ۱۱۷تنه وژل شوي او درې ۸۲۲تنه نور ټپيان شوي دي. د راپور له مخې دا مرګ ژوبله د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په جګړې، بريدونو او چاودنو په ترڅ تر کې رامنځته شوې ده.
يوناما دا هم ويلي چې د روان کال په ۹ مياشتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه له ۲۰۱۲ ميلادي کال را په دېخوا د هر کال همدې مودې په پرتله که څه هم کمه ده، خو زياتوي چې اوس هم دغه کچه د اندېښنې وړ ده.
په راپور کې زياته شوې چې د تېر سپټمبر له ۱۲مې را په دېخوا چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ په کې د سولې مذاکرات پيل شوي، هېڅ د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې کموالی نه دی راغلی.
د راپور له مخې د ملکي مرګ ژوبلې په ټولهييز شمېر کې ۳۱سلنه ماشومان او ۱۳سلنه ښځې هم شاملې دي چې د يادې مرګ ژوبلې ۴۴سلنه جوړوي. يوناما دغه راز په راپور کې زياته کړې چې د تېرو څو کلونو په پرتله د روان کال په ۹ مياشتو کې د ملکيانو په وژنه کې د وسلهوالو طالبانو ونډه ۶سلنه زياته شوې ده.
په ورته مهال يوناما په افغانستان کې د جګړې پرمهال د ملکي مرګژوبل ګراف پر نه ټيټېدو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو يې غوښتي چې په بېړنۍ توګه د ملکي مرګژوبلې او جګړې کمولو په اړه بحث او اړين اقدامات وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320