منظور پښتین: د بې ګناه خلکو وژنه دې بنده شي

761
فريدالله ظاهر/ دویچه ویله
3 ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې مشر منظور پښتین په چمن ښار کې یوې لویې ولسي غونډې ته ویلي دي چې د پښتنو په سیمو کې پر ترهګرۍ ډالرې ګټل کیږي او بې ګنا خلک وژل کیږي. ګډونوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو پر زورلو هم غبرګون ښودلی.

د پاکستان په چمن کې سلګونه کسانو د ترهګرۍ ضد او د امن له پاره غونډه کړي چې د پاکستان حکومت له سخت بندیز سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دغه غونډې ته ورغلی و.

منظور پښتین په خپله وینا کې ويلي چې د پښتنو په سیمو کې پر ترهګرۍ سوداګري کيږي او په تېرو کلونو کې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوې دي. منظور پښتین وایي چې دوی په «لر او بر» افغان وطن کې د جګړې بندیدل غواړي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ولسي غونډه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ولسي غونډهانځور: zaiwa news

نوموړی د افغانستان په ننګرهار کې د یوې دردونکي کیسې په یادولو سره وایي چې نور د میندو اوښکې د اولادونو په وژنه د ویر له امله وچې شوې دي: «تېر کال په ننګرهار کې په یوه جومات کې چاودنه کې ۸۷ کسان شهیدان شول، د یوې مور پنځه زامن وو او واړه پکې شهیدان شول. دغه مور پنځه واړه زامن په یوه زانګو کې رالوی کړې وو، د دې مور نور وسه ورنه رسیدو، زانګو یې په اور کې وسوځوله.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دغه راز په پاکستان کې د پښتنو په ورکیدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې تر اته زره پښتانه په زور ورک شوې دي.

هغه د ورکو خلکو له پاره عدالت غواړي: «زموږ غوښتنه دا ده چې هغوی دې عدالت ته وړاندې کړي. عدالت دې پریکړه وکړي، که مجرم وي سزا دې ورکړي او که بې ګناه وي راخلاص یې کړه.» د هغه په وینا «په زرګونو پښتان له عدالت پرته وژل شوي».

Pakistan | Kuota Meeting in der Provinz Belutschistan
انځور: Khushal Khan Kakar

په کوټه کې د عوامي نیشنل پارټۍ ایالتي مشر اضغرخان اڅکزي هم دغې غونډې ته په تونده وینا کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ بندیدو غوښتنه وکړه.

هغه وایي په مختلفو نومونو وژل کیږي: «په تېرو پنځوسو کلونو کې د مجاهد په نوم، د طالب په نوم او دهشتګردۍ په نوم زما خان په شهادت ورسید، زما سیاستوال په شهادت ورسید، زما وکیل په شهادت ورسید، زما تجار په شهادت ورسید، زما ډاکټر په شهاد ورسید.»

اڅکزی زیاتوي اوس هر ماشوم او هره ښځه پوهیږي چې «د دوی پر وړاندې یو لوی قوت موجود دی، هغه ریاست دی، زموږ کورونه یې لوټې لوټې کړل. زما دا خاوره یې تباه او برباد کړه.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ځوان سیاستوال خوشال کاکړ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ځوان سیاستوال خوشال کاکړانځور: zaiwa news

په دغه غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په زورونو هم اندېښنه څرګنده شوه.

د جنوبي پښتونخوا ځوان سیاستوال خوشال کاکړ وويل چې افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لورې ځورول کیږي.

کاکړ زیاتوي چې پاکستان په دې وروستیو کې سلګونه افغان کډوال په غیر قانوني ډول بندیان کړي او تر شکنجې لاندې دي: «ناروغان، سپین سرې او سپین ږیري او کوچیان دي بندیان کړې دي، د هغوی بې عزتي کوي، وهل او ټکول کیږي. موږ د دې په سختو الفاظو غندنه کوو.»

خوشال کاکړ د پاکستان له حکومت وغوښتل، چې له زندانونو افغان کډوال آزاد کړي او نور له افغانانو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.