ولسمشر غني: د قانون تطبيق کليدي او هېڅوک ترې پورته نه دي

0 666

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د قانون پلي کول کليدي دي او هېڅو له دې اصل مستثنا او يا هم ترې پورته نه دي.

نوموړي چې نن يې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له فساد سره د مبارزې ځانګړي کمېسيون غړيو د لوړې په مراسمو کې خبرې کولې وويل، په هره دولتي اداره کې د فساد تشخيص او خلکو ته يې تشريح کول له فساد سره د مبارزې کمېسيون دنده ده او ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې ياد کمېسيون د حکومت له مطلق ملاتړ برخمند دی.

له ارګ څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله زياته شوې، له فساد سره د مبارزې کمېسيون دې د څارنې موډل په انتخابولو سره د څارنې منظم سيسټم رامنځته کړي، څو په خبره يې ولس ته دا ښکاره شي چې د فساد له پديدې سره څه ډول مبارزه په کار ده او کیږي.

 د ولسمشر له قوله ويل شوي: «په اساسي توګه باید د څارنې سیستم ایجاد کړئ چې کوم موډل انتخابوئ او تطبیقوئ، ترڅو د افغانستان خلک پوه شي چې څارنه په کوم ډول ترسره کېږي.»

ولسمشر غني په تېره لړم مياشت کې د يوه فرمان پر بنسټ له فساد سره د مبارزې په موخه د ځانګړي کمېسيون اېجاد او د دغه کمېسيون ۵تنو غړيو تشکيل منظور کړ. ټاکل شوې تر دې وروسته نوموړی کمېسيون خپلې اساسي دندې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply