که غواړۍ ځوان او ښایسته پوستکی ولرئ

0 1,510

آیا پوستکۍ مو د زړښت خواته روان ده؟ تل خفه یاست؟

ډير داسې څه شته چې د پوستکي د ژر زړیدو لامل کیږي. اصلي لامل یې جینتکي ستونزي دي. په زړښت کې بېلابېل لاملونه رول لري.خو ځېني عوامل لکه  سګرټ، د لمر وړانګې او خوراکې رژیم کولای شي کنټرول یې کړي.

سالم رژیم د حجرو له زړښت څخه د سالم پاتې کیدو لامل کېږي. اوس څېړونکې وایي چې د لوړ بیه کریمونو او درملنو کارولو وخت تېر شوی او د ځوان پاتې کیدو کلي په ډيرې اسانۍ سره تاسوته په لاس راتلای شي.

یوازې سالم خوراک وکړئ، ولولئ چې کوم خواړه د پوستکي ځوان پاتې کیدو لپاره اغیزمن دي.

مناسب خواړه

تیار یا بسته بندي شوې خواړه کارول کولای شي ستاسو وخت په سپما کې مرسته وکړي خو دغه خواړه به ډيره کافي اندازه د سودیم، اسباع شوې غوړ او کلسټرول لرونکي وي. نو دا هغه څه نه دې چې  هر وخت یې وخورئ. د دغو خوړو ډیر کارول کولای شي د ځينو ستونزو رامنځ ته کیدلو لامل شي. دغه کولای شي ستاسو په وېنه کې سودیم ډیر کړي چې په بدن کې د اوبو کمښت لامل کیږي او د پوستکې پړسوب رامنځته کوي.

د انرژیانو څښکل

انرژي لرونکي څښاکونه په کافي اندازه قند، کافئین، سودیم او اسیدونو لرونکي دي. ډیره انرژي څښکل کولای شي تاسو ته د دې ځواک درکړي تر څو ډیر کار وکړې او ژر مو خوب یوسي. د خوب منظمیدل د ځوانې احساس کولو تر ټولو غوره لامل ده خو دا په اصل کې د پوستکې د حجرو ودې مخه نیسي او د ژر زړیدو لامل کېږي.

لوړ کلسیم لرونکې کاربوهیدرایتونه

د غلاتو کارول بېلابېلې ګټې له ځانه سره لري لکه د شکر ناروغۍ، زړه ناروغي او د وېنې فشار لوړ والي څخه مخنیوی کوي. خو ډیر خوړل یې بیا ستونزې هم رامنځته کولای شي له د وزن ډیریدل او د ژر زړیدل. سپین تصفیه شوې اوړه او مکرونې په تېرۍ سره ستاسو د وېنې قند لوړولی شي چې پر مخ دې لکو رامنځته کیدو لامل کیږي.

خواږه خواړه

بوره د وزن ډيریدول، د ګونځو رامنځته کیدلو، د لکو رامنځته کول او په ټوله کې د ستاسو سلامتیا ته زیان رسولی شي. په وېنه کې د قند ډيریدل کولای شي په بدن ډير منفي اغیزې پرې باسي په ځانګړې ډول د پوستکې ژر زړښت لامل شي.

له اندازې څخه ډير د خوږو خوړو کارول کولای شي د وزن ډیردا، وېني قند ستونزې، د غاښونو خرابیدو او د زړه په ناروغیو د اخته کیدو لامل کیږي. همدا راز قندونه د سرطاني حجرو لپاره ښه خواړه جوړوي. نو له خوږو خوړو څځه لرې وسئ تر څو ځوان پاتې شئ.

ساتل شوې غوښې

ډیری ساتل شوې غوښې د ډیرې مالګې او ساتونکو موادو لرونکې دي. دغه غوښو کارول د بدن اوبو کمېدلو او پړسوب لامل کیږي. د ډیرې غوښې خوړل او د سبزې او میوې نه خوړل مو د زړښت لامل کیږي.

پایله

خپلې پېسې په لوړ بیه خوړو مه مصرفوئ بلکې هغه په مناسبو خوړو او د خوړو په رژیم ولږوئ. په دغه لیست کې د شپږو خوړو له څخه ډډه وکړئ تر څو یو ځوان او ښایسته جلد ولرئ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply