مالیې وزارت خپل ۲سوه کارکوونکي تقاعد کوي

0 637

د ماليې وزارت چارواکي وايي، په پام کې ده چې د تقاعد له قوانينو سره سم د دغه وزارت ۲ سوه تنه کارکوونکي تقاعد کوي.
دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادو کسانو خدمتي دوره بشپړه شوې او غواړي په دې توګه نويو ځوانانو ته د کار کولو فرصت ورکړي. د خبرپاڼې له مخې د دې کار موخه وړ کدرونو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینې برابرول ښودل شوي او زياته شوې چې د لومړي ځل له پاره به خپل ټول خالي او وړاندیز شوي بستونه په تدریجي توګه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي.
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، هغه مکتوب چې د چارو ادارې له لوري مالیې وزارت ته استول شوی په کې ویل شوي چې د دې وزارت ۶۰ تنه کارکوونکي باید د اداري فساد له امله له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي. خو مالیې وزارت یاد حکم رد کړی دی.
د راپورونو له مخې مالیې وزارت د دې مکتوب په ځواب کې ویلي و چې یاد کسان د ازاد رقابت له لارې ټاکل شوي او د هغوی ګومارنه او ګوښه کول هم د وزیر صلاحیت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply