القاعده طالبان د الې په توګه استفاده کوي

عبدالمنان توحیدیار

0 610

القاعده ډله د نړۍ په هر ګوډ کې د هغه سیمې وسله وال او سخت دریځې د وسیلې په توګه کاروي او د خپلو ګټو د پاللو لپاره امکانات ورکوي.

دا ښکاره ده چې القاعده ډله په نړۍ کې هغه ترهګره ډله ده چې تر نورو ډلو زیات امکانات لري او موخې یې هم ځینې وخت پټې وي.

خو په افغانستان کې د دې ډلې موخې مالومې دي او دې موخو ته د رسیدو لپاره طالبانو ته امکانات برابروي او دا ډله د ابزارو په څېر کاروي.

طالبانو جنګي قومندانان په څو لاملونو دې ډلې ته ځای ورکوي او همکاري ورسره کوي.

لومړی: د طالبانو جنګي قومندانان د سیاسي مشرانو په کیسه کې نه دي او هر هغه کار کوي چې د دوی او وسله والو سخصي ګټې يې پکې نغښتي وي.

دویم: د طالبانو جنګي قومندانانو په سیالۍ باندې القاعده ډلې ته ځای او مرکزونه ورکوي، لامل یې دا دی چې القاعده زیاتې پيسې ورکوي او د طالبانو قومندانانو پيسو ته د ټینګې نه دي.

دریم: د طالبانو د جنګي قومندانانو ترمنځ زیاتو سیمو کې سیالي ده او د هرې ډلې قومندان هڅه کوي چې بهرنیو سره ښې اړیکې ولري او ښه امکانات ترلاسه کړي.

څلورم: د طالبانو قومندان په دې کیسه کې نه دي چې مشران یې څه پریکړې کوي او بهرنیو سره کومې ژمنې کوي، جنګي قومندانانو ته دا مهمه ده چې له بهرنیانو سره ښې اړیکې ولري.

پنځم: د طالبانو جنګي قومندانان د القاعده سره د اړیکو لپاره د ملا عمر جبهه توجیه کوي ، چې هغې هیڅکله بهرنیو وسله والو سره اړیکې نه دي پرې کړي او دا یې پلمه ده چې اسلام سرحد نه لري او هیڅکه اسلام اجازه نه ورکوي چې بهرني ترهګرو سره دې اړیکې پرې شي.

شپږم: د جنګي قومندانانو بله پلمه دا ده چې نباید مسلمانان له خپلې خاورې وشړل شي او یا یې دې ورسره د جګړې لارې بیلې شي.

د دوی یوه پلمه دا ده چې د دوی مشر ملا عمر اسامه بن لادن د نه سپارلو له کبله د طالبانو ټول نظام ړنګ کړی نو دوی ولې له دې ډلې سره اړیکې پرې کړي.

ځینې قومندانان بیا د دې لپاره د القاعده ډلې سره اړیکې نه پرې کوي چې د خپلو وسله والو تر پوښتنې لاندې راځي او د دې تر څنګ ورسره امکانات هم پرې کیږي.

د دې ټولو لپاره بیا القاعده ډله طالبان د خپلو ګټو لپاره کاروي او په افغانستان کې د دوی د ساتنې لپاره ورته بیلابیل توجیهات لټوي.

دا د طالبانو مجبوریت دی چې القاعده ډلې سره اړیکې ساتي او که یې دا اړیکې قطعه کړې هم یې جګړه تر پوښتنې لاندې راځي او هم پرې امکانات بندیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply