د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، ملي امنيت ځواکونو د جلالاباد ښار لپاره د وسلوالو طالبانو ښاري شبکې مشر نیولی دی.
د ننګرهار رسنیو له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، د همايون په نامه د وسلهوالو طالبانو ښاري شبکې ۵ کسیزې ډلې مشر د ملي امنيت له لوري د جلال اباد ښار ۷مې ناحيې اړوند په ځنګل باغ سيمه کې نيول شوی دی.
دخبرپاڼې د مالوماتو له مخې، نوموړي د ننګرهار پوهنتون، ۶مې ناحيې، د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو او ښوونځيو کې يې د ماينونو په اېښودو او نورو وسلهوالو فعاليتونو کې لاس درلود. خبرپانې کې دا هم ويل شوي چې دې نيول کس پر خپلو فعاليتونو اعتراف هم کړی دی. وسلهوالو طالبانو بيا تر دې دمه د خپل دې غړي نيول کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې عملیات زيات شوي چې په دې ترڅ کې د يادو ډلو ډېر شمېر وسلهوال نيول شوي او يا هم وژل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320