د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې تازه نيونې کړي

0 1,291

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، له څو ورځو راهيسې د پاکستان پوځ يو ځل بيا د شمالي وزيرستان په اړوندو سيمو کې د خلکو پر کورونو د چاپو اچولو لړۍ پيل کړې ده.

دوی زياتوي چې د يادو چاپو په ترڅ کې پاکستاني پوځيانو ۶تنه ځايي اوسېدونکي له کوم جرم پرته نيولي او له ځانه سره يې نامالوم ځای ته وړي دي. په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو او عامو خلکو د پاکستان پوځ دې اقدام خلاف د سپين‌وام په څلور لارې کې له پرون راهيسې پرلت هم پيل کړی دی.

د ياد غورځنګ يوه غړي ذکيم وزير له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، که نيول شوي کسان په جرايمو کې ښکېل وي نو بايد عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي. نوموړی د پاکستان پر پوځ نيوکه کوي چې په شمالي او سوېلي وزيرستان کې د هدفي وژنو عاملان ازاد ګرځي خو په خبره يې دوی بيا بې‌ګناه ملکيان ځوروي او نيسي يې.

د حيات خان په نوم د پرلت يوه بل ګډونوال له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د نيول شویو کسانو د خلاصون په اړه له ځايي چارواکو سره خبرې روانې او زياتوي که دې خبرو پايله ورنه کړه، نو پرلت به يې دوام ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply