په نن. کام کې د استاد مزمل وروستی مقاله

وحید الله وحید

0 1,093

قدرمن مزمل صیب زموږ مشر چې اوس یې پر سر د پاخه عمر سپینه واوره ښکاری، د ځوانی پر مهال مجاهد و او پېښور کی مهاجر و. زموږ  مشران یی کیسی کوی.  دی ښه لیکوال او مبصر هم دی.  افغانستان ورباندی ګران دی، د پاکستانی استبلشمنت  ټولی  ټګې، مکاری، په اسلام باندی سیاسی تجارت  او دافغانستان د جهاد له داعیی غلطه استفاده ورته  ښه معلومه ده.  تل یی طالبان او مجاهدین باخبره ساتلی  چی د پاکستان  په ټګی دوکه نشی.  د افغانانو لوی دښمن وروسته تر انګریز څخه د پاکستان  استخبارات او پوځ دی.

نن  یې  د طالبانو سایت (نن، کام) کی   د زړه  خبره کړی ده. د عربو له بیغرتی یی پرده پورته کړی چې څنګه یی  د  انګریز او پاکستان په مکاری فلسطین اسراییلو ته تسلیم کړ. پاکستانی مشهورو جنریلانو له  ضیالحق نیولی تر پرویز مشرف او تر دا اوسنی  باجوه  خپله ځوانی د فلسطینیانو په وژنه کی تیر کړی.  دوی به د سلګونو شهید شویو فلسطینانو سرونه  اسرایلو ته سپارلی وی.

مزمل صیب ته زما همزولی ځوانان داستاد خطاب کوی.  نننی  مقاله کی یی ید استاد  سیاف  په هغه وینا تبصره کړی چی کابل کی  یی د سولی د شورا په لومړنی غوڼډه کی کړی ده  مزمل صیب طالبانو ته وایی  چی له فرصت استفاده وکړی  او مخکی تر دی چی افغانستان د پردیو(پنجابیانو) دیوال  ته کینوئ  خپله سره  روغ شئ.  په دی هکله یی د ایران  بی سنجشه  سیاست مثال راوړی  چی څنګه یی عربان مجبور کړل چی یو یو اسرایلو ته  ننواتی وکړی او د هغوی باداری ومنی او بیت الممقدس  د تل لپاره  د پیړۍ دپېښې (حادثه قرن)  ترعنوان  لاندی  اسرایلو ته تسلیم  او د فلسطینیانو ابایی وطن ونیسی او دلکونو فلسطینی  شهیدانو  وینی یی هدر کړی.  یعنی  ای  طالبه وروره  د انګریز   او د انګریز  په لاس د جوړ شوی ملک (پاکستان) فریب  وه خوری. استاد مزمل د  سیاف  صاحب وینا دسولی د شورا په غونډه کی  په دقت  اوریدلی  او دغه مقاله یی په (نن.کام )کی ورباندی  لکلی ده.  دپردی دیوال سیوری  یوه کنایه ده  چی  د پام وړ هیواد نوم  هیڅوک د ترور یستانو له ویری  نه اخلی، که نه د ناکامورا  په سرنوشت به اخته شی. د استاد مزمل  په ښکلی قلم د لیکل شوی مقالی وروستی برخه دا ده:

(…استاد سیاف د ایت او حدیث په انتخاب کې د افغانستان د روان تحول د راغلي جذر و مد هر څه خپل لوستونکي ته په یو ښه تصویر کې وړاندې کړل.

استاد په دې وینا کې ډېرو مثبتو اړخونو ته اشاره وکړه خو تر ټولو مثبته پکې همدا وه چې سوله او مذاکرات باید داسې پایلې ونلري چې دا باعزته ملت او دا افغانستان د پردي دیوال سیوري ته کېنوي.

د پردي دیوال په دې پارونکي تصویر کې انسان هاغه اندېښنو ته بوته چې مونږ استاد سیاف، ارګ او طالب پکې باید خپلې اندېښنې شریکې کړو.

کرزي ته د جوبایډن دا خبره چې اسلام اباد مونږ ته تر کابل ۵۰ ځلې مهم ده د امریکا د همدغسې دریځ ابعاد او بیا د جوبایډن په لنډ راتګ کې په ملت دردېدلي افغانان په دې ویره کې اچوي چې مبادا روان مذاکرات د حل په ځای یوې بولۍ او ټیټې معاملې ته وښیول شي او د افغانستان قضیه داسې حل پیداکړي چې مونږ به پکې د مجاهدینو د پېښور د ورځو پشان هر څه د اسلام اباد په مشوره کوو او یا به یې له مشورې تېروو.

افغانان د مبارزې او د مقاومت په صغریٰ او کبریٰ کې ځان هومره ستړی او بې شیمې کړي چې د پایلو او نتایجو په مهال دغه په فرعي مسایلو بوخت افغانان پای د غوږ په ګټلو کې سر بایلي.

د همدې ځایه طالب مشرانو ته لمن غوړوم چې د کلتور او سوچ مسایل د پخلاینې پړاو ته پرېږدي په سیاسي اینډه کې ژور سوچ وکړي، داسې کار ونکړي چې خپل حریف د بېځایه تنګولو په سلسله کې د چا په کور او د چا د الماریو شاته د ولاړو پښو معاملې ته اړ کړي.

ایران له خپلو عربي حریفانو سره همدغسې یو غلط سیاست عملي کړ چې تنګ کړي عربان یې پای له اسرائیلو سره د ابراهام تړون ته اړ کړل.

د استاد سیاف له پردي دیوال نه باید هاغه اندېښنې چې ډیری یې واقیعت هم دي باید په وخت درک کړو.
خو یو څه چې پکې د دغو اندېښنو عملي چاره کولی شي هغه دا چې استاد او نور مشران پکې په دې حساس پړاو کې په یو متکامل ټیم کې ژوندی دریځ ونیسي او سوله همدغسې یو ټیم رهبري کړي چې خپل او پردی دیوال پېژني.)

د استاد مزمل قلم دی تل تاند او د ده عالی  اسلامی- افغانی – ملی  احساسات ستایم، د (نن.ټکی کام) دی کور ودان وی  چی  دا مقاله یی  نشر کړه.  له دی څخه  ښکاری  چی د سولی  مذاکراتو په طالبانو کی  ډیر بدلون راوستی دی. دا یو ښه خبر دی، ړوند  له  خدایه  څه غواړی،دوه سترګی بینا .

که طالبان د استاد مزمل مشوری ومنی، همدا سبا  دا۴۷کلن جنګ په ښکلی، دایمی او درنه سوله بدلیږی چی د افغانستان روڼ سباوون  به له ورایه وځلیږی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply