!هېڅوک په خپل خېر او شر نه پوهیږي

ډاکتر محمد نواب ویساند

575
هېڅوک په خپل خېر او شر نه پوهیږي !
سړی باید له ژورې ارزونې پرته ډېر ژر په بل چا بدګمانه نشي !
د ژوند په اوږدو کې به سړی ډېرې خوږې او یا ترخې خاطرې ولري ، خو د زندان ، عسکرۍ او تحصیل خاطرې یو څه زیاتې په ذهن کې پاته کیږي . په مسکو کې د تکنالوژۍ د انستیتوت د اقتصاد ــ انجینري د فاکولتې محصل وم . په پخواني شوروي اتحاد کې به هر محصل ته د ټولې تحصیلي دورې لپاره د نمرو رسولو یوه کتابچه ، چې (зачетная книжка ) نومیده ورکول کېده . د نورو عادي نمرو خلاف هر چا به هڅه کوله ، چې د هر مضمون په اخیري سمستر کې ښې نمرې تر لاسه کړي دا ځکه ، چې د اخیري سمستر نمرې به د اړوند پوهنځي له خوا په یو ځانګړي لښتلیک کې رسېدلې او د تحصیل د دورې په پای کې به د دیپلوم د اخستلو پر مهال فارغ شوي محصل (ځوان دیپلوم انجینر )ته د دیپلوم سره یو ځای دغه د نمرو بشپړ لښتلیک ورکول کېده .
یوه ورځ له ورځود تخنیک حرارتي ( Общая тепловая техника) مضمون د اخرني سمستر ازموینه وه ، د معمول له مخې به په لیکلي توګه د سوالونو ځوابولو وروسته داستاد د قناعت حاصلولو لپاره د اړتیا پصورت کې د استاد تقریري پوښتنې ته هم ځواب ویل کېده . د نورو ټولګیوالو څخه یو څه د مخه په لیکلي بڼه د ځواب شوو پوښتنو له پاڼو سره د استاد مخې ته کښېناستم ، د استاد پوښتنو ته مې بشپړ ځوابونه وویل او د استاد قناعت مې حاصل کړلای شو . استاد زما په کتابچه کې په قلم نمره ورسوله ، خو ما ونه لیدله . زما د نمروکتابچه یې خپل ښي اړخ ته په میز کښېښوده او له ما څخه یې خپل څنګ ته د یوې بلې چوکۍ د راوړلوغوښتنه وکړه او پر همغه چوکۍ یې خپل څنګ ته د کښیناتو اجازه راکړه ، نور یې هېڅ را ته ونه ویل . په وار سره به زما ټولګیوال په لیکلي بڼه د خپلو ځواب شوو سوالونو پاڼو سره د تقریري پوښتنو ځوابولولپاره د استاد مخې ته کښېناستېدل . د دوه درې کسانو وروسته مې د استاد څخه زما د نمرو رسولو کتابچه وغوښتله ، خو بیا یې هم ټینګار داو، چې که کوم عاجل کار ونه لرم نو د ننۍ ازموینې تر پایه پاته شم.
له یوه طرفه به مې له ځانه سره په ذهن کې ګډ وډ سوچونه راګرځېدل ، کله به مې ټول درسي کال له پېله تر پایه په ذهن کې تېر کړ ، نه چیرې ، چې مې د استاد په وړاندې کومه بې احترامي کړي وي او غواړي د نمرو په کمولو سره را نه غچ واخلي . خو له بل پلوه په دې ډاډه وم چې نمرې مې کمولای ځکه نشي ، چې پوره ځوابونه یې تر لاسه کړي و . کله چې اخرنی ټولګیوال له ازموینې خلاص شو ، زما کتابچه یې راکړه ژر مې خلاصه کړه ، ګورم چې پوره اعلی نمرې پکې رسېدلې وې ، نو مې ساه ووېستله او تري ومې پوښتل ، چې د ازموینې تر پایه زما د پاته کېدو سبب څه و. هغه بیا هم خوا ته کښېنولم او راته یې وویل : که چېرې په شوروي اتحاد کې کوم انجینر د کار کولو پر مهال د ( تخنیک حرارتي ) په برخه کې د کومې ستونزې سره مخامخ شي نو د یو بل هم مسلک څخه به مرسته وغواړي ، خو که تاسې دکار پر مهال په خپل هیواد کې پاته راشۍ ، له چا څخه به وپوښتئ ، او زیاته یې کړه : زه باور لرم ، چې د ازموینې پر مهال تر پایه پاته کېدل او د ټولوټولګیوالود ځوابونو اورېدل به ستاسې په ذهن کې تر ډېره پاته او په راتلونکې کې به درسره مرسته وکړي ، ما جدي ونه ګڼله او استوګڼځي ( لېلې ) ته ولاړم .
خو کله چې مې د وخت په تیریدو سره دیپلوم تر لاسه کړ او خپل هېواد ته راوګرځېدم ، ډېر وخت لا نه و تېر شوی ، چې په داسې یوه فابریکه کې په کار وګمارل شوم ، چې د سړو خونو سستم یې زوړ او له کاره لوېدلی و ، چې د اړوندې فابریکي په تولیدي ظرفیت یې د ډېر وخت لپاره د ریزرفي تازه میوو د نه ساتلو له کبله ناوړه اغیزه شیندلې وه او خورا زوړ او له کاره لوېدلی سستم سره مخامخ شوم ،امنیتي خراب شرایط له یوه پلوه او د ریکونسترکشن دچارو د سمبالولو لپاره د بودجې نه شتون له بلې خوا د نوموړې فابرېکې د تخنیکي نیمګړتیاوو له منځه وړل ناشونی کار و . خو بیا هم د دغه سړو خونو له بیا فعالولو سره تر یوبرېده د تولید په پروسه د اوموموادو( میوو) د کمښت مخه نیولای شوه .
زما سره په دې فابریکه کې ددې فابرېکې د راتلونکې پراختیا او ریکونسترکشن په موخه دوه بلغاریایان په تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو بوخت ول . ما غوښتل ددې فابرېکې د سړو خونو تخنیکي ستونزې ، چې د ډېرې اوږدې مودې د درېدو (نه فعالیت او په ټپه ولاړ حالت ) له امله رامنځ ته شوې وې له منځه ولاړې شي . په دې فابریکه کې میشتو متخصصینو، د کانو او صنایعو وزارت اړوند ځینو تولیدي تصدیوکې بهرنیو انجینرانو د وخت تیرشوو امونیا ( Ammonia ) ، زړو نلونو او غېر فعال پارامترونوپه شتون کې ددغه خونو فعالول نا شونی او خطرناک ګڼل . دغه ډول ریزیکو ته په کتو د وزارت مقام هم په دغه شرایطو کې په غیر معیاري توګه ددغه سړو خونو د فعالیدو سره موافق نه و . او ددغه خونو د فعالیدولپاره اړین و ، چې اړوند تجهیزات له بهره پیرودل شوي وای ، چې هغه مهال ناشوني وو.
خو بیا هم ناهیلی نه شوو ، د قندهار د کمپونډ په ۳۲ فامیلیو کې د اوسیدونکونظامي روسانو څخه مې د موضوع اړوند د یو شمېر کتابونو ، چې زما په ذهن کې پاته وو د راوړلو غوښتنه وکړه ، د فني اوتخنیکي څېړنو وروسته مو یولړ معمولي ترمیم تر سره کړلای شو . زړې سړې خونې ، چې د ساتلو ظرفیت یې هم هومره لوړ نه و ، فعاله کړلې . او د چالانېدو د مخه مو د احتمالي خطرد مخنیوي په خاطراطفائیه راوغوښتله اوټول امنیتی ارګانونه موپه جریان واچول .
خوله بده مرغه هغه مهال ورځ تربلې د امنیت په خرابیدوسره تولیدي چارې تکنۍ شوې او د فابرېکې کارکونکي فابرېکې ته په لاره تل د ستونزو سره مخ وو .
د لوړو زده کړو پر مهال هر مضمون ځانګړی ارزښت لري ، که چېرې یواځې د یو مضمون زده کړې د سړو خونو په فعالولو کې هومره مرسته وکولای شوه ، چې د میوو د تازه ساتلو له درکه یې د اړوند موسم په اوږدو کې د فابرېکې د پارچاوېدو په مخنیوي سره د تولیداتو ( عایداتو )کچه لوړه کړای شوه ، نو څرګنده ده ، چې د تحصیل په ټوله دوره کې د (۴۲) مضامینوزده کړې به د هیواد د اقتصاد په پرمختګ د پام وړ رول ولوبولای شي .
خوکه خدای ناخواسته عصري علومو ته شاشي نو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ ، د هېواد اقتصاد به مو د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ شي .
په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.