( یوڅوخاطرې )
وړمه ورځ مې په فیسبوک کې دافغانستان او اوګندا جمهور رئیسانو د انځورونو د پاسه د ( ОБА АМИНЫ , ДА РАЗНЫЕ КОНЧИНЫ ) ، ( دوه امین نومونه خو د مختلف برخلیک سره ) ترسر لیک لاندې د یو افغان له خواپه فیسبوک کې په لیکه شوي لینک ، چې پکښې د امین په نومونو د دوه جمهور رئیسانو پرتلنه شوې وه ولوست، چې د دواړو په اړه پکښې ویل شوي و : ( ایدي امین د اوګاندا جمهور رئیس دامریکا په وړاندې ودرېد ، زوړ شو او مړ شو. حفیظ الله امین د افغانستان جمهور رئیس د شوروي اتحاد نه مرسته وغوښته، خو د هغوی د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو ) . د ددغه لینک په لیدو سره مې ځینې خاطرې رایاد شوې .
د ۷ ثور پاڅون د خلک دموکراتیک ګوند اړوندو نظامیانو له خوا د یو مجبوریت له مخې تر سره شو، داچې څنګه ،څه ډول ،د چا په لارښوونه ، د چا په مټو، دکومو تېروتنو سره اوپه کومه بیه تمام شو ، زما د کهول کسان ټول ددې پېښو عیني شاهدان پاتې شوي دي او بېلابېلوشنونکواو لیکوالانو هم د خپل ذوق ، لېوالتیا او سلیقې مطابق د ملامت او سلامت ادرسونو په ګوته کړي دي . زه نه غواړم دلته د کوم ځانګړي ادرس په پلوۍ او یا هم په مخالفت کې د کوم ځانګړي ادرس د سپیناوي ډګرته راوه وځم اوددغه لوبغاړو د ترخو حقیقتونوتنور ته پلته ورته کړم .
د ثور پاڅون څخه ډېر وخت لا نه وه اووښتی ، چې د ۱۹۷۸ زکال جون میاشت کې مې په مسکو کې دیپلوم تر لاسه کړ ، خو مخکې له دې چې هیواد ته راستون شم، د یو لړصحي معایناتو له کبله وځنډېدم او په روغتون کې بستر شوم. زما سره د روغتون په یوه کوټه کې مسکو میشتی یو روسي ځوان هم بستر و ، سره معرفي شو . خو څوورځې وروسته دغه ځوان زما نه مخکې له روغتون څخه رخصت شو او د کور د تلیفون نمره یې ماته راکړه او ټینګار یې دا و، چې که کله زه له روغتون څخه رخصت شوم ، نو باید افغانستان ته له تګ مخکې یې کورته ورشم. خو کله، چې د روغتون څخه راوه وتلم ، د وخت د کمښت او ځینو بوختیاوو له کبله مې ونشو کولای ، چې د دوی کور ته ورشم او خپل هیواد ته راستون شوم .
د کانواو صنایعو وزارت اړوند یوې تصدۍ کې په کار وګمارل شوم ، د یونیم کال په اوږدو کې د ګوند په اډانه کې د لوړو ژورو ، حکومتي ځینو پیکه کړنو او یو شمېر غیر مترقبه پیښو لکه د نورو هیوادوالو په شان په اندېښنه کې اچولی وم. وایي (مار خوړلی له پړي نه ویریږي ) . کله چې ، د تاجبېک غونډۍ قصر ته جمهوري ریاست انتقال شو، د دغه قصر د فرش کولو چارې یې د کاري مسئولیت له مخې د هغه فابرېکې پر غاړه وې ، چې ما پکښې کار کاوه . تر دغه مهاله تېرو ناخوالو ته په کتو له ښاره بهر ته د دغه ریاست انتقال سره یو شک او ترهه زړه ته راولوېده ( شپږم حس) ، یعنې د یوې پېښې احتمال مې په ذهن کې راګرځېده ، خو د شورویانو یرغل مې اصلآ تصور هم نه شو کولای .
خو کله ، چې شورویانو د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف نېغ په نېغه په افغان خاوره یرغل وکړ او د وخت جمهور رئیس یې د کورنۍ غړو سره په شهادت ورساوه او خپل لاسپوڅی کارمل یې د واک په ګډۍ کښېناوه ، د خلق جناح اړوند یو زیات شمېرکسان اعدام او ګڼ شمېر زنداني کړلای شول، خو بیا هم د افغانستان د دموکراتیک ګوند اړوند دواړه لوري ( ) د شورویانو د راتګ پړه تر دا ننه یو پر بل وراچوی.
هغه څه ، چې تر دمه روښانه دي ، او هغه دا چې ایا افغانستان ته د شورویانو راتګ به د وخت جمهور رئیس په سل ورزنیز ماموریت کې سازماندهي شوی وي او که به د مخه د یو داسې اقدام هوډ شتون درلود؟ د دې لاندې څو غونډلو نه به ستاسو انګېرنه څه وي ؟
د۱۹۸۳ زکال لمړۍ نیمایي کې د وخت کانو او صنایعووزارت اړوند د نساجیو اوجن وپرسونو د تصدیو معاوینینو، انجینرانو او د تصدیو د ځینو څانګو د یوشمېر امرینو سره د وزارت له اړخه زه د درې میاشتو لپاره د نویو تکنالوژیو سره د بلدیت او زده کړې (مهارت لوړولو) په موخه مسکو ته ولاړم. په یو میلمستون (هوټل ) اوسېدو، په غیري رسمي وخت کې مې د تلیفون د یاداشت کتابچه راواخیسته، پنځه کاله وروسته د محصلۍ د دورې ټولګیوالو او دوستانو د احوال په لټه کې شوم . د هغه کس سره، چې یو وخت د روغتون په یوه خونه کې ورسره یو ځای بستر وم ، په اړېکه کې شوم، ډېر خوشحاله شو. په سبا یې دعوت کړم ، کور ته یې ورغلم . د میز په سر یې رنګارنګ خواړه اېښي و ، د میز ترڅنک د نوموړي خواښې ، مېرمن او کوچنۍ لورکۍ هم ناست وو، وار له واره یې مېرمنې ، چې د حقوقو په رشته کې زده کړې بشپړې کړې وې سیاسي خبرې پېل کړې ، په افغانستان باندې د سرو لښکرو په یرغل یې په داسې شرایطو کې ، چې ښايي ډېر کمو کسانو به هغه مهال په ازاده توګه د شوروي اتحاد د حکومت په کړنو د نیوکوجرائت درلود، اعتراض وکړ. ما هم د دوی خبرې تائیدولې . که ګورم چې د څنګ خونې څخه د نوموړي خسر ( په ونه لوړ، ښایسته او د پوخ عمر خاوند او وړینه شتري رنګه چرمۍداره چپل یې په ولو اچولې وه ) راووت. د روغبړ وروسته یې په افغانستان کې د امنیتي حالاتوپه اړه راڅخه و پوښتل ، معلومات مې ورسره شریک کړل ، خوداسې مالومېده ، چې دې د افغانستان د وضع په اړه زیات معلومات درلودل. زما څخه وپوښتل، چې په افغانستان کې د کوم ځای یم، د ځواب ورکولو وروسته پوه شوم ، چې دی کوم وخت د افغانستان شرقي ولایتونوته په سفر تللی و . په پېل کې مې په خبرو کې یو څه له دیپلوماسۍ څخه کار واخېست، خو وروسته راته څرګنده شوه، چې دی په ټوله کې غواړي پدې وپوهیږي، چې په افغانستان کې د عامو وګړو ذهنیتونو د شورویانو د نظامي حضور په وړاندې څرنګه دی، نو مې هر څه ورته په ډانګ پېیلي توګه وویل.
خو د دوی له خبرو داسې مالومیده ، چې دی تاریخ پوه او افغانستان ته د نظامي ځواکونو د استولو موضوع د یومشوره ورکوونکي په توګه شریکه شوې وه ، او له خبرو یې داسې جوتېده، چې ګواکې ورسره همغږی نه و . خو څه موده وروسته ، کله چې د شوروي عسکرو په تلفاتوکې زیاتوالی راغلی و ، بیا ځل یې ترې پوښتتلي و . دی په دې اند و تر څو ، چې یو شوروي عسکر په افغانستان کې شتون ولري جنګ نه دریږي . نوموړي د کومې بلې سرچینې له قوله دا هم وویل : „ که شوروي اتحاد ته د کمک په نیت د افغانانو ټانکونه راځي نو باید د مخه ورته په شوروي اتحاد کې حد اقل یو کال تبلیغ وشي ، خو که د شوروي ټانکونه افغانستان ته د مرستې په نیت ځي باید حداقل شل کاله افغانانو ته تبلیغ وشي„ . د نوموړي له خبرو پوه شوم، چې دی د افغانانو د تاریخ او ځانګړو ځانګړتیاوو څخه خبر و .
که څه هم ډېرۍ شنوونکي د هغه فکتورونو ( لاملونو) په اړه ، چې ښکېلاکګرو ته یې پلمه په لاس ورکړه ، چې پر افغانستان یرغل وکړي ، یوه خوله نه دي ، خو یوه خبره ، چې کاملا جوته ده ، او هغه دا چې ، د هغه وخت حاکمیت د شورویانو په مزاج برابر نه و او د هغه ګوډاګیانو په لټه کې و، چې لا د مخه یې ورسره یارانه او پټې اړېکې پاللې . دا هم لاتر اوسه څرګنده نه ده او نه هم نړیوالو او نه د پخواني شوروي اتحاد حاکمانو داسې کوم د اعتبار وړ لیکل شوی تړون ، چې له مخې یې د روسي ځواکو یرغل ته زمینه برابره کړي وي ، وړاندې نه کړلای شول . او د افغان لوري له خوا د روسي نظامي قطعاتو د مرستې غوښتنه په حدس او ګمان ولاړه ده او ډېرۍ ورته غلچکی برید وایي، ځکه چې هېڅ کوم لوري داسې مستند ( تلکس ، تلګرام ، مخابروي ، تلیفونی او غږیز) شواهد، چې د روسانو راتګ افغانستان ته توجه کړلای شي تر دې دمه ونه لیدل شو . خو په هغه څه هم سترګې پټولای نه شو، چې د هغه وخت د حاکمیت د پرزېدو دوه ورځې د مخه شپه او ورځ د شوروي اتحاد غټو بار وړونکو الوتکو د کابل ښار د پاسه فضا په سر راخیستې وه . ښایي شورویان به پدې پوره پوهیدلي وي ، چې افغان حکومت په اډانه کې د مخالف لوري له وسه پور نه ده ، چې د وخت حاکمیت دې راوپرځوي ، نو یې غوښتي وي ، په یو تیر دوه ښکاره وکړي، هم قدرت د خپلې خوښې کسانو ته انتقال کړي او هم ګرمو اوبو ته ځان نږدې کړي . داسې یوې اشتباه د افغان غمیزه څلووېښت کلونوته وغځوله او پای لا هم معلوم نده .
د شورویانوپه زور واک ته رسیدونکو د نورو پټو او ښکاره کړنو تر څنګ یو یې هم له بده مرغه د پښتنوسره د دښمني پالل و. د همدغه یاد شوي سفر پر مهال یوه ورځ خپل انستیتوت ته ورغلم ، په ټولو ډیپارتمنټونو وګرځېدم او د یوزیات شمېر استادانو سره مې ولیدل . د یو پوهنځي رئيس ، چې یو وخت په ځوانۍ کې د کیوبا انقلاب وروسته د شوروي اتحاد له اړخه په لوژستیکي چارو کې دنده تر سره کړې وه ، زما څخه وغوښتل ،چې د رسمي وخت وروسته ورسره ووینم، پلي په لاره په چکر شول، د ډېرو اوږدو خبرو اترو په لړ کې یې د پښتنو سره د (کارمل ) ښکاره مخالفت ته هم اشاره درلوده . دا ډول مخالفتونه په لوړو پوړونو کې لاڅه کوې، چې په شوروي اتحاد کې د افغان زده کړیالانوتر منځ د بې اتفاقۍ له امله د تحصیل په ډګر کې د افغانستان دموکراتیک ګوند د یواړخ پورې تړلو افغان محصلینو ( ؟ ) به شوروي مقاماتوته د ګوند د بل اړخ ( ؟ ) لایقه زده کړیالان د انتي سویتست په نوم ورپیژندل ، د تحصیل څخه به یې محرومول او د نیمګړي تحصیل سره به یې بیرته خپل هیواد ته لېږل .
په پای کې باید په تآسف سره ووایم ، چې مونږ څومره بدبخته مخلوق یو، چې د اشغالګرو له خوا د واک په ګډۍ ناست ګوډاګیان مو، په دومره سپین سترګۍ او ذلالت سره، د خپل مصنوعي حاکمیت پر مهال د یو لوی ځانګړي قوم سره په مخالفت کې دریږي، او ځوان نسل مو له تحصیله بې برخې کوي، چې ان اکادمیک شخصیتونه پرې خبریږي .
په درنښت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320