هر هغه څه ، چې افغانانو د خپلو سرزوریو، کمزوریو له امله اوځینو خو بیاد بهرنیانو په لمسون په خپلو منځو کې د یو او بل پر وړاندې وکړل ټولو ته معلومه ده. خوبیا هم د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو میړانې او برم د آسیا زړه هیودونو منځ کې تل ځلانده باب پرانیستی دی. د تېرو تاریخي بریاوو سېوا افغان میړني ولس په معاصر پیر کې د خپلوسرورنو په نزرانه کولو اوسر ښیندنو سره د افغانستان د آزادۍ بیرغ ځلانده او رپانده وساتلای شو . او د همدغه هېوادنۍ مینې جزبه وه ، چې نه ډېر د مخه وختونو کې افغانانو له ډېرو لمړنیو وسایلو نیولې بیاتر پرمختللو جنګي وسایلو کارولو سره د پخواني شوروي اتحاد اشغال ته د پای ټکی کېښود ، پدې لار کې ډېری ککرۍ خاورې ، زیات مادي او معنوي زیانونه واووښتېدل او زیات شمېر هیوادوال مو د هیواد پرېښودو ته اړ کړلای شول .
که څه هم شوروي ځواکونه له افغانستان څخه وویستل شول ، خو بیا هم د اسلامپالو ګوندونو او تنظیمونو پورې تړلو جنګسالارانو د قدرت پر سر په خونړیو خپلمنځي جګړو کې ښکېل شول ، چې په ترڅ کې یې دهېواد شخصي ، خصوصي او دولتي شتمنۍ اوملکیتونه په بشپړ ډول لوټ او د کابل ښار په کنډواله بدل شو . له اویا زرو زیات د کابل ښاریانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، ټول نظامي وسایل ویجاړ ، کباړ او ګاونډي هیواد پاکستان ته د همدغه جنګسالارانو له خوا یووړل شول .
کله ، چې د لمړي ځل لپاره طالبان د جنګسالارانو د پاټکنو او جزیرو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شول ، نسبي امنیت ټینګ شواو عام ولس ، چې د ټوپکسالارانو له شره تر پوزې راغلی و نود طالبانو حاکمیت ته یې غاړه کېښوده . ډېر وخت لا نه وه تېر شوی ، چې له بهره او د هیواد په دننه کې د طالبانوپر ځینوکړنو نیوکې مخ په زیاتېدو شوې او د نړیوالو له خوا پرې بندیزونه ولګول شول ، په پایله کې بهرنیانو ته ، چې ښایي د مخه به یې زمونږ د هېواد دنیولو تکل او هوډ درلود د سپټمبرد ۱۱ مې نېټې پېښه ، چې د افغانانو پورې یې هېڅ تړاو نه درلود پلمه وګرځوله ،او د تروریزم سره د مبارزې په نوم یې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د شپږڅلوېښتو څخه د زیاتو ملکونو په ملتیا د طالبانو نظام ړنګ او د بن په کنفرانس کې یې د طالبانو له لاسه تښتېدلي پخواني ازمایښت شوي غله او پاټکسالاران له سمڅو او غارونو راوویستل او بیا ځل یې پر افغان ځوریدلي او کړیدلي ولس واکمن کړل . پاکستان چې د مخه یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی و له طالبانومخ واړاوه او د بهرنیانو ترڅنګ ودرېدل اوپه خپله خاوره کې یې امریکایانو ته د طالبانو په وړاندې د جنګ شرایط برابر کړل او له دې درکه یې هر کال د امریکا څخه په میلیاردونو ډالر تر لاسه کړل، پاکستان په خپل دوه مخي سیاست سره د نړۍ هیوادونه دوکه او څو کاله یې په درواغجنو وعدو په ډېر مهارت او سپین سترګۍ سره زمونږ د بې ګناه او بېوزلو هېوادوالو د وژلو لړۍ جاري وساتله . دا چې ښکېلاکګرو د افغانانو د له منځه وړلو هوډ درلود نو یې د پاکستان په ناروا کړنوتل سترګې پټولې.
که به د مخه د ساړه جنګ پر مهال یوزیات شمېر ملکونو د پخواني شوروي اتحاد خوا نیولې وه ، دا ځل یې په یو اړخیز ډول په تیرو شلوکلونو کې د امریکا او د هغوی د ملګرو تر څنګ د طالبانو په وړاندې ودرېدل او په افغانستان کې د تروریزم سره د مبارزې او ټیکاو راوستلوپه نوم په خلاص لاس او لوړ مادي او نظامي لګښتونوخپل نظامي شتون او افغان وژنې ته دوام وړکړ .
که څه هم بهرنیان د افغانستان په اړه د پاکستان په بد نیت ښه پوهېدل، خو بیا هم امریکا پاکستان ته د نورو موخو لپاره د مرستې لړۍ جاري وساتله او د افغانانو په وړاندې د پاکستان د کړنو، چې د همدغو مرستو پر مټ ترسره کېدې، تر دې دمه چوپه خوله پاته شول . پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام اصلي عامل ګڼل کیږي ، چې سرخېلان یې د افغانستان سره خپله دښمني هېڅکله هم نه پټوي او په ډېر ویاړ پرې اعتراف کوي . د افغان حکومت او امریکا تر منځ د شوي تړون سره سره بیا هم پاکستان په سړه سینه پرته له دې ، چې د کوم خطر احساس وکړي خپلې ګټې په افغان وژنه کې لټولي .
پوښتنه راولاړیږي ، څنګه کېدای شي ، چې د ساړه جنګ ( دوه قطبي نړۍ ) پر مهال د نړۍ نیمه دې د بلې نیمې په وړاندې د افغانانو په خاوره کې د خپلو سیالیو په پایله کې ، د دواړو خواوو د خورا زیاتو نظامي وسایلو درلودلو او کارولو سره یو اړخ ( پخوانی شوروي اتحاد ) له پښو غورځېدای شي ، خو بیا ټوله نړۍ اود افغانستان ۳۵۰ زره مسلح ځواک په یو اړخیز ډول یوازې د کورني مقاومت ( طالب ) په وړاندې پداسې حال کې ، چې د مور په نومونو نومول شوي غټ غټ بمونه یې هم وکارول ، پاتې راځي او په پای کې د ټولې نړۍ ځواکونه خبرو ته اړ ایستل کیږي او په پای کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکولو دتلو او اشغال ته د پای ټکي ایښودلو په موخه د دوحې هوکړه لاسلیک کیږي .
که طالبان د نړیوالو زبرځواکونو او کورني وسله وال پوځ سره د جنګ پر مهال د ځینو مجبوریتونو له مخې د پنجاب د ناوړه کړنوڅخه څنګزني تېریږي ، د پوهېدو وړ ده . خو کابل میشتي جهادي ټیکه داران ولي چوپه خوله وي ؟ .
داسې انګېرل کيږي ، چې د یوه پلوه د اته ګونو او اوه ګونو تنظیمونود سروالاوو سا د جهاد د همغه پیله د پاکستاني او ایراني ادارو له خوا قبض شوې او د بل پلوه د طالبانو له لاسه تښتیدلي جهادیان دامریکايي ځواکونو په زور د بیا ځل د قدرت په ګډۍ کښینولو او د مادي نعمتونواو پېرزوینو نه په برخمن کېدو سره د ملي ګټو نه د دفاع احساس په بشپړ توګه له لاسه ورکړی دی. که نه نو څنګه کیدای شي ، چې پاکستان دې په ډېورند خیالي کرښه داغزن تارتېرولواو نظامي تاسیساتو جوړولو جرائت پیدا کړي. افغانان همغه افغانان دي د دوئ په زړورتیا او شهامت کې هیڅ نیمګړتیا نشته ، نو اوس ولې افغان حکومت ، چې د همدغو جهادیانو ګډوله ده ، د پاکستان د ناروا کړنو په وړاندې جرائت له لاسه ورکړی دی ؟
داسې ښکاري لکه چې ددوی ټول ارمانونه د هیواد د ملي شتمنیو لوټولو، د غربي نړۍ د مرستوشوو ډالرو د تر لاسه کولو ، چور او تالان سره تر سره شول . هر یو ګاوندي هېواد ته دا پوره پته ده ،چې افغانستان یو ځانګړی هېواد دی، ځلانده تاریخ لري او میړانه یې له هېڅ چا پټه نه ده . نو بیا څه وشول ، چې هره ورځ د خاورې یوه برخه د ګاونډیو له خوا د ولکې لاندې راوړل کیږي او هم مو هره ورځ د نوو تروریستي پروژو په پرانېستواو له پاکستانه د راکیټونو په راورولو سره زمونږ وګړي په وینو کې لمبول کیږي .
اقتصاد را نه پاتې ، ټوله ورځ یواځې ددې او یا هغه خونړۍ پېښې لیدنه ،څېړنه او غندنه کوو . بس همدا مو روزګار دی. دا غمیزه ډیره اوږده شوه ، افغانانو ته پکار ده ، چې خپلمنځي فکري اوسلیقوي اختلافات یوې خوا ته کړي او دملي ګټو د ساتلو په خاطر سره یو موټی او ګاونډیان په دې وپوهوي ، چې افغانستان بې خاونده نه دی او پرېنښودل شي، چې زمونږ هېوادوال د پنجابیانو له خوا فقط د مرګ په تمه شپې ورځې سبا کړي . ښه به دا وي ، چې ددغه یو څو مافیایي غلو نه د هېواد د ساتنې تمه ونه شي . که چیرې زمونږ په هېواد مین پتنګان د شورویانو په وړاندې د جنګ پر مهال په دې خبر وای ، چې ددوی تر شا د دغه د مافیایي کړیو له خوا د دوی د وینو په بدل کې څه معاملې روانې وې ښایي خپله وسله یې له هر څه لمړی ددوی د ټټر په لور ورګرځولي وای . که نه نو څنګه کېدای شي ، چې یو دې په هېوادنۍ مینه په میړانه د ښکېلاک په وړاندې خپل ځان قرباني کړي او بل دی د پردې تر شا د ډالرو په بدل کې د خپل ایمان او ځان په پلورلو سره دومره ذلیله شي ، چې د خپلې خاورې ، چې د مور حیثیت لری ، د ژغورلو په مقابل کې بې تفاوته پاته او سپوڼ له خولې ونه اېستلای شي .
په تیرو شلو کلونو کې خو د وخت بې واکه واکمنو د ځان ساتلواو د ماموریت غځولو په موخه ټوله ورځ د هېواد د لوي او غوڅ اکثریت د حقونو د تر پښو لاندې کولو په قیمت د یو څو اوباشه جنګسارانو او لنډغرانو ډهُل ته و نڅل، چې اوس زمونږ نه د پاکستان سترګه هم نه سوځي ، سیاست په نخرو ، اوتو بوتو ، عذر ، زاریو ، ننواتواو غولونکو زرګري جنګونو نه کیږي . موخو ته د رسیدو لپاره باید د هوښیارۍ نه کار واخستل شي . او د ملي ګټو نه د یو انچ په اندازه تېرېدل خیانت دی . همدا ننني چورواکي دي ، چې په خپلو نارواکړونوسره افغان میړنی ولس ګاونډیانو ته کمزوری ور پیژني . که نه نو په تېر هیڅ یو رژیم کې تر دې دمه پاکستان ددې جوګه نه وه او نه یې ددې جرأت درلود ، چې په افغان خاوره ګوزار وکړي او یاهم د ډېورند په منحوسه او کرغېړنه کرښه اغزنتار تېر کړي .
اوسني مفسدین د دې پر ځای چې د پنجابیانو د پرله پسې تیريو په وړاندې لاس په کار شي ټوله ورځ د موقف او ځان ساتنې په موخه د یو بل سره په چنو بوخت وي.
داچې اوس د سولې هیلې راټوکېدلې دي او زمونږ بېوزله او غمځپلي هیوادوال په بېصبرۍ سره بشپړې ، سرتاسري سولې را رسیدو ته سترګې په لار دي. پکار ده ، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره او د هر ډول بیځایه خنډونو راولاړولو څخه ، چې د سولې روان بهیر ټکنی کوي ډډه وشي، او پرېنښودل شي، چې نور زمونږ هیوادوال په وینو کې ولمبیږي .
یو شمېر پردیپال سیاسیون، چې اوس هم د بهرنیانو په مرستو خړوبیږي نه غواړي امریکا وربخښلی آرام ژوند او طلایي چانس له لاسه ورکړي، نود بهرنیو ځواکونو په پاته کېدو او د اشغال په دوام ټینګار کوي او ځیني خولا بیا د سولې د خبرو په درشل کې د خپلمنځي خبرو د پلاوي په ترکیب کې د ځان لپاره د ځای پیدا کولو په موخه هلته او دلته د درواغو ډکې منډې ترړې وهي اوهریو یې غواړي د خپل شخصي ګټو پخاطر د مصالحې عالي شورا غړیتوب تر لاسه کړي .
په درنښت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320