سید عبیدالله نادر
د شهید سید حسن خان (حسن) یو مشهور شعر وطنه ځار وطنه چې د ډیر کلونو راهیسي د وطن د مېینانو ورد زبان دی ،
وطنه ځار وطنه
غمونه ستا می شوه په زړه باندي انبار وطنه وطنه ځار وطنه
ستا په کړاو کې می وجود شوټول بیمار وطنه وطنه ځار وطنه
د ستا له غصه وغم د ســـتا لـــه درد و الم
لیمه ډک شو له نم زړګی می غوڅ شو قلم
له سترګو ویني تویوم ژاړم کوکار وطنه وطنه ځار وطنه
ته وي څښتن د لوي نام ستا وو عزت احترام
خلکو ســـبا او ماښــــام کاوه به تاته ســـلام
نن دې اولاد دی خوار و ځار په هر دیار وطنه! وطنه ځار وطنه
ستا حوایج دي بسیار ستا ضرورت بیشمار
که ته ملا ټینګه د کار و نه تړې په زیار
پاتي به نور هم بیرته شې له خپل کتار وطنه! وطنه ځار وطنه !
ته وي مشرق د سر تاج اخیست د باج او خراج
نن ضرورت احــتیاج درنه وراتن کړلو رواج
د پشو لاندی شوي ایشیا د سر دستار وطنه ! وطنه ځار وطنه!
سترګي دي پورته که جان وګوره حـــــــال د زمان
واړه مخــــــــلوق د جهان مشغول په علم و عرفان
ځامن د ستا اخته په چرس او په قمار وطنه ! وطنه ځار وطنه!
له تا نه تللي اقوام په مخکي څومره ایام
که غواړې هغه مقام لږ په سرعت واخله ګام
عزم و همت په مخکي نشته خنډ و خار وطنه ! وطنه ځار وطنه
ستا محبت په ضمیر واجب د شاه و امیر
ســـتا ودانۍ و تعمیر فرض د صغیر و کبیر
خاوند دي ساته د پردي د استعمار وطنه ! وطنه ځار وطنه!
ستا احتیاج وو ، ضرور کړم نا علاج و رنځور
د عــندلیب په دســــــتور راته فریاد شه منظور
زه سید حسن ژړا شیون می شو شعار وطنه! وطنه ځار وطنه!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320