معصوم ستانکزي د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

0 806

یوه ورځ وړاندې تر دې چې د افغانستان حکومت مکچي پلاوی افغانستان ته راستون شي؛ د یاد پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د مذاکراتو د کوربه هېواد «قطر» د بهرنیو چارو له وزیر سره لېدنه او خبرې کړي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لېدنه کړې او په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو پر همکاریو سربېره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو تحولاتو او لاسته رواړنو غږیدلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ؛ د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د افغان حکومت په نمایندګۍ ددغه هېواد له کوربتوت او دې برخه کې له امکاناتو چمتو کولو مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی په څو ساعتونو کې خپل هېواد افغانستان ته راستون شي.
دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې درې ورځې وړاندې د جنورۍ میاشتې تر ۵ نېتې وځنډول شوې او افغان حکومت له طالبانو وړمه ورځ وغوښتل څو د یادو خبرو دوهم پړاو په کور دننه افغانستان کې ترسره کړي.
اوس به ولیدل شي چې د سولې خبرو دوهم پړاو خبرې چې ټاکل شوې ۲۰ ورځې وروسته پیل شي د کوم هېواد په کوربتوب؛ چېرته پیل شي؟ ایا د طالبانو استاذي به دې ته حاضر شي چې د سولې دوهم پړاو خبرې په هېواد کې تر سره کړي یا نه؟ دا هغه پوښتنې دې چې وخت به یې ځواب کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply