افغانستان سولې او ثبات ته نېږدې دی

عبدالمنان توحیدیار

0 576

   د لمر په شان روښانه ده چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې دغه تپل شوي جګړه د ځینو مغرضو هیوادونو اوکړیو لخوا د خپلو ناوړه موخو د ترلاسه کولو لپاره پر مخ وړل کیږي، چې دغه تپل شوي(تحمیلي) جګړه ورځ تر ورځ زمونږ په هیواد کې د پراخیدو په حال کې ده او زمونږ له مظلوم او له کلونو کلونو راهیسي کړیدلی ولس څخه قرباني اخلي، دغه ټولې ناخوالې او جنایتونو زمونږ په هیواد کې د پردې تر شا د ځینو ګاونډیو هیوادونو او دهغوي د ملاتړ کوونکو له لورې د اسلامي احکامو او ټولو نړیوالو موازینو او د ګاونډيتوب ښه سلوک پر خلاف پر مخ وړل کیږي، او که چیري له  ترهګرو ډلوڅخه د  دوي ملاتړ، تجهیز او تمویل دوام ومومي یاده جګړه به نور هم زمونږ په هیواد کې شدت پیدا کړي او دا به هم لرې نه وي چې د دغې جګړي اور به ډیر ژر د دوي تر لمنو هم ورسیږي، دا هم باید له پامه و نه غورځول شي دغه جګړه د هیچا په ګټه نده، نو له همدې امله باید د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکي هیوادونه د دغو ډلو له ملاتړ او تجهیز څخه لاس واخلي او په سیمه کې د یوې تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

  دا چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان اسلامي جمهوری دولت یو له سترو ملاتړ کوونکو څخه دی او د افغانستان د جګړي په اړه یې د خپل منځګړیتوب په واسطه  له طالبانو سره د سولې په ارتباط یو هوکړه لیک لاس لیک کړ، چې د یاد هوکړه لیک په ترڅ کې د قطر هیواد په میلمه پالنې سره بین الافغانی مذاکرات پیل شول، چې په لومړیو کې  د دغو مذاکرات پر وړاندې  یو لړ ستونزو را ولاړې شوي، چې له نیکه مرغه او الله تعالي په مرسته د افغان سولې په بهیر کې د دغو مذاکراتو پر وړاندې هر ډول ستونزي د ختمیدو په درشل کې دي، او سوله د اسلام په سپیڅلي دین کې هم خورا د اهمیت وړ ځای لري، ځکه چې سوله خلکو ته  صفا، صمیمیت، ورورولی، یووالی، خوښۍ او ورته په لسګونو نورې ښیګني راولي او د یوې ټولنې ټول اقشار یو د بل تر څنګ په مینه او ورورګلوي کې  خپل ژوند پر مخ وړي، بله دا چې سوله په یوه هیواد کې د پراختیا، آبادې او پرمختګ سبب ګرځي.

څنګه چې الله تعالي فرمایي:

﴿إِنَّمَا ٱلۡمُؤۡمِنُونَ إِخۡوَةٞ فَأَصۡلِحُواْ بَيۡنَ أَخَوَيۡكُمۡۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ﴾ [الحجرات: 10]

ژباړه 🙁 مومنان یو له بل سره ورونه دي، نو د خپلو ورونو تر منځ سوله ټینګه کړي او له الله څخه وویریږي تر څو دهغه رحم په تاسو وشي.)

  د پورته ذکر شوی مبارکې ایه په رڼا کې د افغانستان مظلوم او له کلونو راهیسي کړیدلی ولی د افغانستان حکومت په ګډون له ټولو وسلوالو ډلو څخه چې په جګړه کې ښکیلي دي دا غوښتنه لري، دا اوسنی جګړه چې زمونږ په ګران هیواد کې روانه ده، د الله تعالی د رضا او د ولس د هوسایني لپاره له دغې تپل شوي جګړي او تاوتریخوالی څخه لاس واخلي او دغه تاریخي فرصت چې په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې لپاره رامنځته شوي ګټه پورته کړي او د سولې بهیر ته لبیک ووایي تر څو یوه سراسری سوله چې زمونږ د ولس یوازنې غوښتنه ده ټینګښټ ومومي  او نور مو هیڅ یو هیوادوال د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو  په ویر کې غمجن نشي.

په هیواد کې د یوې تلپاتي او سراسری سولې په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply