عبدالله: په کور دننه دې د سولې مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړل شي

0 657

د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې دننه دې د سولې اړوند مذاکراتو ترسره کېدو ته لومړيتوب ورکړل شي خو زياتوي چې په دې برخه کې د دواړو مذاکراتي خواوو رضايت مهم دی.

نوموړي چې نن يې په کابل کې د سولې ملي سکرټريت پرانيستې په مراسمو کې خبرې کولې ټينګار وکړ چې په کور دننه د سولې مذاکراتو ترسره کول بايد په ياد بهير کې د ځنډ په مانا نه وي. عبدالله وايي، د مذاکراتو ځای او مکان په اړه لازمه ده چې د دواړو مرکچي پلايو توافق او رضايت ترلاسه شي.

د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله يو وار بيا پر اوربند او د تېرو لاسته راوړنو پر خونديتوب ټينګار کوي او زياتوي چې په سوله کې د لږکيو، ښځو او په ټوله کې د بشر حقونو تضمين د افغانان مهمه اړتيا او غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت روانه اوونۍ اعلان وکړ، چې د سولې دويم پړاو مذاکرات دې تر دمې وروسته دننه په افغانستان کې ترسره شي، خو وسله‌والو طالبانو بيا د حکومت دا غوښتنه ونه منله.

دغه مهال حکومت ويلي و، که وسله‌وال طالبان په کور دننه مذاکراتو ته چمتووالی ولري نو حکومت حاضر دې چې د افغانستان په هره برخه کې ورسره خبرو ته کېني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply