د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان حکومت اسلاماباد ته د وسلهوالو طالبان قطر دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې پلاوي د سفر په اړه جريان کې دی او دغه سفر له افغانستان سره په همغږۍ ترسره شوی دی.
بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د طالب پلاوي دا سفر له افغانستان سره په مشورې شوی چې کابل ته د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سفر پايله او دغه راز د سولې پروسې پياوړتيا په اړه د کېدونکو هڅو برخه ده.
اعلاميه زياتوي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې خپل توقعات له پاکستان سره شريک کړي او د يادو توقعاتو پر بنسټ افغان حکومت په بېړه د تاوتريخوالي پر کموالي، اوربند او دغه راز پايدارې سولې ته د رسېدو په موخه پر رغنده مذاکراتو ټينګار کوي.
بهرنيو چارو وزارت تمه ښودلې چې اسلاماباد ته به د طالب پلاوي سفر د يادو اهدافو په تحقق کې مؤثر او ګټور واقيع شي. دا مهال د سولې اړوند مذاکرات د راتلونکې جنورې تر ۵مې ځنډېدلي دي. خو افغان حکومت ټينګار کوي چې د يادو مذاکراتو دويم پړاو دې په کور دننه پيل او ترسره شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320