یونیسېف په ناامنو سیمو کې ۴ زره ټولګي جوړوي

0 681

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسېف او وسله‌والو طالبانو هوکړه کړې چې له مخې به یې یونیسېف د دې وسله‌والې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې له زده‌کړو څخه بې برخې کوچنیانو ته ۴زره ټولګي جوړوي.

دا هوکړه د دواړو لوریو ترمنځ له دوه کلنو خبرو وروسته په دوحه کې شوې ده.

د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسېف ویلي، دا ټولګي به هغو سیمو کې جوړوي چې لاسرسې ورته سخت او په کې ډېر شمېر کوچنیان له زده‌کړو محروم پاتې شوي دي. په کابل کې د یونیسېف ادارې د اړیکو او ولسي مشارکت مشرې سم مورټ په خپل ټوېټر کې لیکلي، له طالبانو سره یونیسېف موافقه کړې چې ۴زره دا د ټولنې پر بنسټ صنفونه یا (community-based education) صنفونه به جوړ کړي.

نوموړې زياته کړې:«موږ مکتبونه نه جوړوو؛ بلکې ټولګي جوړوو او دا به د خلکو په کورونو کې جوړ شي چې شمېر له ۴۰۰۰ دی، له دې ډلې ۶۸۰ یې فعاله شوي هم دي.»

د مورټ د مالوماتو له مخې، د ترتيب شوې پلان پر بنسټ ښايي دا ټولګي په هلمند، کندهار، ارزګان، او فاریاب ولایتونو کې جوړ شي. سم مورټ دغه راز زیاتوي چې د یادو ټولګیو په جوړېدو سره به شاوخوا یو لک څلوېښت زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د یونیسېف د راپورونو په اساس چې موده وړاندې يې خپور کړی، دا مهال ۳ میلیونه او اووه لکه افغان ماشومان له له زده‌کړو بې برخې پاتې دي. د یونیسېف او طالبانو تر منځ دا هوکړه داسې مهال ده چې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه د وسله‌والو طالبانو له لوري د ښوونځيو ودانیو د سوځولو او ورانولو راپورونه ورکړ شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply