طالبان تر فعالیت لاندې سیمو کې د چاودنو مسوول دي

نوید احمد څرک

0 547

د جمعې په ورځ د غزني ګیلان ولسوالۍ کې طالبانو یو زرنج موټر سایکل چې له چاودیدونکو توکو یې ډک کړی و، په هغو مراسمو برید کړی چې د قران کریم د ختم لپاره جوړ شوي و.

دا زرنج موټر سایکل د طالبانو له لوري چمتو شوي و، یا دا چې طالبانو غوښتل کوم بل ځآی چاودنه ورکړي همدلته یې چاودنه کړې او یا دا چې دا بم چمتو شوی و چې همدې ځای کې پرې عام خلک ووژني.

له طالبانو دا تمه هم کیدلی شي چې دا یې په قصدي ډول کړی دی، ځکه طالبان او نورو ترهګرې ډلې یواځې غواړي تاوتریخوالی وکړي، شور جوړ کړي او زیاته وینه توی کړي، د دې وینې تویدنې په بدل کې طالبانو جنګي قومندانانو ته د بهرنیو هېوادونو استخبارات پيسې ورکوي.

جګړه چې اوس په کاروبار بدله شوې، هر ډله د خپل کار لپاره ګمارل شوې، ځینې به عام خلک وژني، ځینې به هدفي وژني کوي، ځینې به خلک ترور کوي، ځینې به عامه ځایونو کې چاودنې کوي، ځینې ماین خښوي او ځینې نور به عامه تاسیسات ورانوي، سړک او پل ته به بم ږدي.

دا کاروبار ، هر یو یې خپل قیمت لري او د طالبانو د وسله والو او جنګي قومندانانو په کې ښه ساعت تېر دی، د هرې چاودنې او د هر قتل قیمت مالوم دی او طالبان یې په بدل کې نغدې پيسې او وسلې او تجهیزات ترلاسه کوي.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ چاودنه لومړنۍ نه ده، نه به وروستۍ وي، د اتلس کلنې جګړې په دوام طالبانو تر دې ډير جنایتونه او وحشتونه کړي دي، د ځینو مسوولیت طالبانو منلی او د ځینو یې نه دی منلی.

دا په دې پورې اړه نه لري چې طالبان د جګړې او چاودنو مسوولیت اخلي او یا یې نه اخلي، خو طالبان مجبور دي چې تاوتریخوالی وکړي.

تاسو دوه کاله وړاندې د طالبانو ټویټر یا ویب سایټ ته سر ورښکاره کړئ، هر ښار او سیمه کې به څوک چا مړ کړ، مسوولیت به یې دوی منه، خو اوس چې مخامخ جګړې وکړې، هم مسوولیت یې نه مني.

لامل دا دی چې طالبانو له نړیوالو سره ژمنه کړې چې تاوتریخوالی کموي او د سولې خبرې کوي، خو د خپلو بادارنو څخه مجبوریت لري چې د هغوی په خوښه تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.

طالبانو خپله اعتراف کړی چې افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته او هر ځای دوی فعالیت کوي او ورانکارې کړنې کوي چې دوی ورته د جهاد نوم ورکوي.

طالبان د هرې چاودنې او په هره جګړه کې د هر ډول وینې تویدنې مسوول دي، له دوی به د افغانانو د وینې تویدنې پوښتنه کیږي او دا ورځ به رارسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply