د قريشي په ځواب کې: پاکستان خو د خوبونو خزانه ده

سيد حسين پاچا

0 624

د قريشي په ځواب کې :

پاکستان خو د خوبونو خزانه ده

شګې دم کړئ او د هند پر لور يې وروشيندئ وړانده به شي

نه په دم و دواء وتعويذ او نه په خوبونو باور لرئ او نه مو پر اتوم، نو څه ته مو جوړ کړی؟ موږ پرې خوشې ولې وېروئ؟ طالبان وحکمتيار خو شته ورمرش يې کړئ چې پته يې ولګيږي څه ته مو ساتلي؟

نوټ : طالبانو او حکمتيار که خپل وطن ګل وګلزار کړی وي، خو کشمير به هم درته ګل وګلزار کړی وي، خو تاسې کله کشمير هغسې ورانول غواړئ لکه افغانستان. دا خو موږ وو چې پر ځان پوی نه شو او وطن مو په سيمه ييزو او نړيوالو يرغليزو تاړاکونو کې لوټې لوټې کړ او نن يې لا هم په جوړولو نه پوهيږو. د اسلامي نظام واسلامي امارت واسلامي خلافت په نوم موږ نور خپل وطن ورانول نه غواړو.

ښاغلی قريشي،

دا لوبه نوره ډېره زړه او سولولې شوه چې :

((که هند پر افغانستان حمله وکړي، نو افغان سوله به زيانمنه شي)).

او دېته ورته خبرې.

ښه به دا وي چې تاسې د يو معقول او سياسي ديپلومات په توګه نور هسې دا د کجيرانو په شان د مردارو خوبونه مه وينه او نه موږ ته هسې دا خپل مردار خوبونه دې وايه.

له ملايانو، بزرګانو، پيرانو، ساينسپوهانو، سياستوالو، استخباراتو او نظاميانو تر لوبغاړو پورې ښه پرېمانه پوه او هوښيار خلک لرئ، نور تېری هسې د يو سيمه ييز ونړيوال کاذب په توګه موږ وسيمې او هم نړيوالو ته دا د وېرې او درواغو خوبونه مه وايه چې خلک، سيمه او نړۍ ترې تېری سخته تنګه شوې او هېڅوک يې نور نه باوروي.

د خدای فضل دی ښه پوه او تجربه کار استخبارات او ښه مجهزه اردو لرئ او له نظامي پلوه ښه پر ځان بسيا ياست او اتوم هم لرئ چې موږ ته يې د پينځه وخته فرضي لمانځه په شان يادوئ او هر وخت يې راته سترګو سترګو ته کوئ، نو همدا يې وخت دی ولې اقدام نه کوئ؟

خو دومره ده چې وسله ښه پرېمانه لرئ، خو جنګ نور لګښتونه هم غواړي او هغه دا چې د ملک خزانه تشه ده او له هند سره جنګ او لاس اچول نور اقتصادي پانګې او بهرني ملاتړ ته هم اړتيا لري. داسې نه شي کېدای شي چې په تشه خزانه او د عربو او عجمو پر خزانو او پيسو له هند سره جنګ وکړئ. هېڅوک وړيا چا ته پيسې نه ورکوي او نه به عرب او نوره بهرنۍ نړۍ تاسې ته د هند په مقابل کې وړيا پيسې درکړي، نو ځکه د نړۍ د غولولو لپاره داسې خبرې کوئ چې اسلامي او غيراسلامي نړۍ درباندې ورحميږي او يوځلې بيا د تېر په شان لکه د روسانو د وخت په شان پرېمانه او بېحسابه پيسې درکړي، نو ښه دا ده چې له وخته مخکې ښه سنجول شوې محاسبه له ځان سره وکړئ او بيا له هند سره لاس واچوئ.

زما مشوره زموږ خپل جهادي مشر او ستاسي يو پخواني روزل شوي بګيالي مړز ته دا ده چې نور تېری زوړ او بوډا شوې او لږ به يې د سر عقل پښو او د پښو سر ته ختلی وي نور له دې احساساتي شعارونو او د نورو د کاذبو شعارونو ښکار نه شي.

ښاغلي حمدالله محب لا مخکې ويلي ويلي وو.

د باجوه د تېزس کتاب چې په افغانستان کې بايد يو نامتمرکز نظام وي چې دا د فکر وړ ده. داسې نه شي چې بيا د تېر په څېر افغانستان رياست ته پرېښوول او هر څه بيا له يوې سلمې په سيند لاهو کړي. د طالبانو استازي ستانکزي خو لا مخکې پخپله مرکه کې ويلي وو چې ملي ځواکونه بايد منحل شي او اړتيا ورته نشته او د نصيرالله بابر هغه مرکه او له شيري رحمانه راواخله تر مشاهد حسين وشهباز شريف ان تر کشميري سردار عبدالقيوم خانه پورې چې مشرف ته يې ويلي چې :

يو بېړنی تحليل :

استاد شهسوار سنګروال :

دپاکستاني چارواکودمعاملې پربنسټ ،امريکا په افغانستان مرګوني بمونه غورځول،ولې دکشميريوه مشرچې قيوم خان ((سردار عبدالقيوم خان)) نومېده جنرال مشرف ته ووېل،چې امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو…افسوس، چې موږ دقيوم خان په څېر مشرانو ته کشمير ګټو !؟

ښاغلی حکمتيار بايد پوه او سر يې ښه بايد خلاص شي چې :

افغانان به بيا هېڅکله د داسې چا لپاره قرباني ورنه کړي چې هغه د هېواد د پلازمينې ((کابل)) د دوړو هيلې يوځلې بيا په خپله پلازمينه اسلام اباد کې ليدلې او له مشرف يې غوښتنه کړې وه.

طالب هم بايد پوه شي چې که حکمتيار د زور له ليارې کابل نيولی او حکومت کولی شوای، نو دا به يې حال نه وو چې چا ورته د قاضي حسين احمد او حميدګل له وېش سره سره د صدارت څوکۍ ته پرې نه ښووه، او له ښاغلي قطب الدين هلال نه راواخله تر زوی او ځان پورې يې ځانونه وازمايل، خو ښه ونه ځلېدل او که دا ځل ځان وازمايی، نو له دې به لا هم ښه بېخونده وځليږي. طالب لا تراوسه د پنجاب پر اوږو سپور دی. اخر به يو ورځ د دې پنجاب له اوږو راکښته کيږي او د ښاغلي حکمتيار غوندې به يې پښې ځمکې ته ونه رسيږي. دا ځکه چې ښاغلی حکمتيار يو شعوري او منسجم تنظيم دی او طالب غيرشعوري او نامنظمه ډله ده. دا څومره سخته چې د نورو په اشاره او زور جنګيږي همدومره سخته هر اړخيزه سياسي ونظامي ضربه او جړکه به خوري او له يوې څپړې سره به تارومار شي.

موږ چا ته د وېرې تعويذونه نه شو کولی. عرب يې شرک او نوره نړۍ خو پرې باور نه لري. د کشمير په تړاو دې څوک زموږ د برمتې او بونګې خوبونه نه ويني او نه دې بېځايه او غلطه محاسبه کوي. نوره نړۍ واقعيتونو پسې ده، خو موږ لا د پنجاب خوبونو او د مدينې رياست خوبونو ته پراته يو. د هغوی ملايان خپل رياست شپه و ورځ د مردارو خوبونه ويني او فتواوې ورکوي چې :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

موږ خو په تاسې کې تراوسه داسې يو ملا پيدا نه کړ چې خپل غږ پورته کړي چې افغان وژنه ناروا ده. افغانستان کې جهاد روا نه دی. له يو تاريخي اسلامي هېواد سره کله جهاد کيږي؟ ورور وژنه بس شي او طالبان بايد له خپل حکومت سره سوله وکړي او د خبرو له ليارې مخته ولاړ شي. د زور له ليارې د خپل امارت خوبونه نه ويني. دا ډول امارت چې افغانان پکې ځانونه خپلواک نه، بلکې د پنجاب پورې اړوند احساسوي نه يې مني او نه يې زغملی شي او نه به دا هيله ابداً تر سره شي.

طالبان وپاکستان بايد د معقوليت لاره خپله کړي. له دې بله لار او چاره نه لري. د افغان سولې له سبوتاژولو، خنډونو جوړولو او ځنډولو دې لاس واخلي او هسې بېځايه پلمې دې نه لټوي. موږ ډېر امتيازونه خلکو ته ورکړل او له نړۍ يې ډېر امتيازونه او باجونه، مرستې، شکرانې او نذرانې واخېستې او ټولې يې کړې، خو نړۍ هوښياره شوې چا ته وړيا پيسې نه ورکوي او پاکستان بايد دا ستونزه خپله درک کړي چې امريکا او نوره نړۍ ورته تېری وړيا پيسې نه ورکوي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

برکت ؛ خليلزاد هم وايي، چې افغان جګړه نامشروع ده

برکت؛ خليلزاد هم وايي، چې افغان جګړه نامشروع ده | خبریال (khabarial.com)

پخوانی طالب چارواکی وايي، طالبان په اسانه ټوپک پر ځمکه نه ږدي

پخوانی طالب چارواکی وايي، طالبان په اسانه ټوپک پر ځمکه نه ږدي | خبریال (khabarial.com)

جمهور – د هند او پاکستان جګړه به افغان سوله اغېزمنه کړي (jomhornews.com)

قريشي: هند پر پاکستان د بل بريد پلان لري (pashtovoa.com)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير: هند پر پاکستان د بل بريد پلان جوړوي (azadiradio.com)

قريشي: د پاکستان پر وړاندې د هند «تهاجمي دريځ» افغان سوله اغېزمنولاى شي (azadiradio.com)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply