د لیمو (۱۷) جالبې روغتیايي ګټې

0 751

۱. لیمو د هرډول وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزې بهېدنه، سترګو بهېدنه، او دې ته ورته ټولو ناروغيو څخه انسان خوندي ساتي. لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي او ویټامن سي عموما د داسې ناروغيو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي. د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډېر ګټور تمامیږي.

۲. لیمو د پښتورګو د ناروغۍ لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، ټول هغه جراثیم وژني چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۳. د بندونو د دردونو مخه نیسي او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، همدا ډول اعصابو ته ارام ورکوي.

۴. که وڅښل شي، او یا په جلد باندې ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.

۵. د ملاریا، کولرا، او ټای پایډ څخه د ژغورنې لپاره کارول کیږي.

۶. د وټامن سي او روټین په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.

۷. د ښځو لپاره په رحم کې دننه د وینې بهیدنه کمه وي.

۸. د نشه يي توکو د عتيادد مخنيوي لپاره کارول کیږي.

۹. که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د جګر د ساتنې او په پاکولو کې مهم رول لوبوي او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.

۱۰. په جسم کې طبیعي توازن ساتي.

۱۱. د سټریک په نامه تیزاب په لیمو کې شته چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدنې مخه نیسي.

۱۲. د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون وجود لري.

۱۳. د معدې چینجي له منځه وړي.

۱۴. د وینې فشار تنظیموي او که چیرې د وینې فشار لوړ شي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې ناروغ ته د لیمو جوس ورکول دي.

۱۵. د تنفسي ناروغيو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي او د ناروغيو په تخفیف کې ګټور تمامیږي.

۱۶. د سترګو د ډېرو ستونزو لپاره ګټور مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن په نامه ماده موجوده ده چې د سترګو د ډېرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي او د سترګو دید پياوړی کوي.

۱۷. څوک چې په شوګر ناروغۍ اخته وي د هغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply