په بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو او دغلته د فعال بلوڅ بېلتون پالو غورځنګ ترمنځ په نښته کې پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم نښته تائيد کړې او په کې يې د يوه پوځي د وژل کېدو خبر منلی دی. د پاکستان پوځ ويلي چې دغه پوځي يې د بلوچستان اواران سيمې ته څېرمه د عملياتو پرمهال وژل شوی دی.

په دې وروستيو کې په بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمه کې د دغه هېواد پر پوځ او امنيتي ځواکونو مرګونې بريدونه زيات شوي دي. د دې نښتو  پرمهال ډېری وخت پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوړي. دا بريدونه تر ډېره په بلوچستان کې د فعالو بلوڅ بېلتون پالو غورځنګ له لوري ترسره کېږي. په بلوچستان کې د پآکستاني پوځیانو مرګ ژوبله له دې ډیره زیاته ده کوم چې د پاکستان پوخ یې مني.

همدا راز بلوځان ادعا کوی چې پنجابي پوځ د دوظ پّ مقابل کې د هیڅ ډول جنایت څخه ډډه نه کوی چې نه یې ماشومان، نه ښخې او نه سپینږیري محفوظ دی.