د پاکستان او افغانستان په اړه د پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وروستۍ څرګندونې، چې افغانستان کې د پاکستان د پوځ ستراتیژیکې ژورتیا روښانوي.
افغانان باید تېروتنه و نه کړي، پاکستان کې دوه حکومتونه حاکم دي، چې یویې د پوځ حکومت دی او بل د ولس حکومت دی، د افغانستان لپاره پالیسي د ولسي حکومت برخه کې نه جوړېږي، چې عبارت له پارلمان او نورو ملکي ادارو دی؛ بلکې د افغانستان لپاره د پاکستان پالیسي د پاکستان هغه حکومت جوړوي، چې د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې لاس کې دی او هغوی یې مخکې وړي.
د پاکستان پوځ دا نظر لري، چې پاکستان په اتمي وسلو او ستر پوځ سمبال هیواد دی؛ نو د ستر پوځ لپاره پراخې جغرافیې ته اړتیا ده، چې د دې موخې لپاره دوی د افغانستان د دولت او افغاني هویت له منځه وړل غواړي؛ ځکه، چې د افغانستان د دولت په کمزوري کېدو سره د پاکستان پوځ د بلوچستان او پښتونخوا په سیمو د پاکستان د تسلط او ملکیت لرل تر پېړیو غځوي. د افغاني هویت تسخیر پاکستان ته په سیمه کې د پاکستان په نوم د رامنځته شوي غیری تاریخي او ارزښتي واقعیت د ځای پر ځای کولو موکه په لاس ورکوي.
د همدې موخې لپاره د پاکستان دولت طالبانو ته د طالبانو د راپورته کېدو پر وخت کې اجنډا ورکړه، چې تاسو باید افغاني هویت له منځه یوسئ، چې د پاکستاني هویت د ترویج لپاره ځای خالي شي.
طالبانو پر نوموړې اجنډا پياوړی کار وکړ د کابل له نیولو سره سم یې د کابل پر راډیو د د شریعت غږ نوم کېښود، ملي بیرغ یې ممنوع اعلان کړ، ملي سرود یې له منځه یوړ، د پښتنو کلتوري جرګه او حقوقي نظام یې له منځه یوړ او د جرګې په فیصلو یې بندیز ولګولو، د نوروز څو زره کلن کلتوري جشن یې ممنوع کړ او د بودا مجسمه یې په داسې حال کې ورانه کړله، چې هیڅ افغان یې عبادت نه کولو یوازې د افغانستان د څو زره کلن تمدن او هویت هنداره وه.
بلخوا د پاکستان پوځ په افغانستان او پاکستان کې د جمهوریت او ولسواکې د استحکام او غوړېدو مخالف دی؛ ځکه، چې د ولسواکي په شتون کې پوځي دیکتاوري وده نه کوي. اوسمهال طالبان همدا اجنډا مخکې وړي، د سولې د روانو خبرو جریان کې یې د نظام پر ماهیت جنجال جوړ کړی او افغانستان کې جمهوریت او ولسواکي له پوښتنې سره مخ کوي او د تغیر غوښتنه یې د سولې او جګړې په بیه!
ښاغلی افراسیاب خټک وایي، چې داسې څه نه تر سترګو کېږي، چې د پاکستان پوځ دې د افغانستان په اړه اجنډا تغیر کړې وي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320