د ایران فریبکارانه سیاست

نوید احمد څرک

0 571

ایران چې له کلونو راهسې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي، وروستیو کې یې د افغانانو د سر قاتل طالبانو ته مخامخ لاس ورکړ او ښکاره همکاري یې ورسره پيل کړه، داسې همکاري چې افتخار یې پرې هم کو.

ایران له طالبانو سره په دې خاطر ملګرتیا پيل کړه او په دې شرط یې ورته مرستې ورکړې چې افغانستان کې به د هغو اوبو د مدیریت لپاره ستونزې جوړوي چې ایران یې ګواښ بولي او بې اوبو کوي یې.

تازه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي چې افغانستان دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له فاطمیون ډلې سره همکاري وکړي.

فاطمیون هغه ډله ده چې د منځني ختیځ، افغانستان او زیات شمېر نورو هېوادونو کې ترهګري کوي او د نورو په نیابت باندې جګړې کوي.

د فاطمیون ډله چې ایرانیان یې د حرم ساتونکي هم بولي، په سوریه، عراق او یمن کې ان له افغانانو کار اخلي او خپلو ګټو لپاره یې جنګوي.

داسې نه ده چې افغانان په خپله خوښه دې جګړو ته ورځي، بلکې ایران کې میشت افغانانو له مجبوریت ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره یې یا د پيسو په لالچ او یا د هغې دنیا په کاذبو تبلیغاتو باندې تیر باسي.

ایران ظلمونه که له افغانانو سره یو یو یاد شي، دا هېواد بیخي تر جنایتونو پورته تللی او هر هغه څه چې په توان یې پوره شوي، د افغانستان او افغانانو پروړاندې یې کړي دي.

ایران اوس عملا طالبانو ته پيسې ورکوي چې هغو امنیتي پوستو او شرکتونو باندې بریدونه وکړي چې ایران ته ورتلونکو اوبو باندې د اوبو او برښنا بندونه جوړوي، طالبان چې کرايي قاتلین او جګړې سوداګر دي، د ایران د ګټو او خپلو امکاناتو ترلاسه کولو لپاره دا کار کوي او کړی یې دی.

څو ځل یې سلمان بند او کمال خان باندې بریدونه وکړل، پوستو کې یې سرتیري شهیدان کړل، څو ځل یې د کجکي بند د شرکت کارکوونکو او کاروانونو باندې بریدونه کړي، د دې لپاره چې دا اوبه مدیریت نه شي.

خو له دې ټولو سره ایران په سپين سترګۍ سره وایي چې که افغانستان له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، نو له فاطمیون ډلې سره دې همکاري وکړي.

همدا فاطمیون ډله ده چې افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ جګړو او بې اتفاقیو ته لمن وهي او د هغې ورځې په تمه دي چې یوه ورځ دا جګړه پيل شي، خو زموږ ملي امنیت ویاړلي ګمنامه کسان دې ژوندي وي، چې د دې کار مخه یې نیولې ده.

ایران دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانانو سره مرسته نه کوي، بلکې له ترهګرو طالبانو سره دې مرستې نه کوي، پټنځایونه او امکانات دې نه ورکوي.

ایران دې له افغانانو سره مرسته نه کوي، بلکې فاطمیون ډله دې د افغانانو له مجبوریت ګټه نه اخلي او دا ډله دې افغانستان کې ورانکارې کړنې نه ترسره کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply