طالبانو افغانستان کې انسانان په ژوند کې تنګ کړي

عبدالمنان توحیدیار

0 693

د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د انسان لپاره پکې پرمختګونه اسان نه دي.

هغه لیست چې ملګرو ملتونو خپور کړی، ښيي چې افغانستان د انسانانو د پرمختګ لپاره تر ټولو وروستي ځای کې موقعیت لري.

د دې هر څه لامل طالبان او د دوی نورې ملاتړې ترهګرې ډلې دي.

دې ته به جالب ووایو چې افغانستان کې د انسانانو د ژوند پرمختګ ستونزمن دی، دلته خلک دې وضعیت ته رسیدلي چې ژوند کې دې پرمختګ هم نه کوي، خو چې ژوندی پاتې شي.

یانې خلک په هر ډول وضعیت کې ژوند کول غواړي، خو چې د دین په نامه د طالب او نورو ترهګرو ډلو جګړه پای ته ورسیږي.

افغانستان کې انسانان ژوند غواړي او طالب هیچا باندې رحم نه کوي چې په افغانستان کې ارام او له پرمختګ ډک ژوند ولري.

تاسو له ماشومتوب په افغانستان کې د یو کس ژوند تعقیب کړئ، پلټنه یې وکړئ، بیا تر ځوانۍ او سپین ږیرتوب، ټول عمر کې یې د شمار ورځې هم نه راځي چې دی پکې له کورنۍ سره خوښ اوسي.

پرمختګونه یوې خواته کړه، افغانستان کې له طالبانو هیڅوک ژوند لري، ماشومانو باندې رحم نه کوی، تاسو د کابل په دشت برچي کې زیږنتون باندې د دې ډلې برید ولید چې نوي زیږیدلي ماشومان یې شهیدان کړل.

تاسو هره ورځ حساب وکړئ چې د طالب د ناروا جګړې له کبله څومره ځوانان ژوند له لاسه ورکوي، څومره خلک له ژوند بې زاره دي او هره ورځ ورسره ویره ده چې د طالب په چاودنه او یا هدفي برید کې به ووژل شي.

نور خو تاسو ګورئ چې طالب شته بیا رغونه له منځه وړي او څومره یې چې په توان پوره وي، هغومره د بیا رغونې مخه نیسي.

دا د جګړې یو اړخ دی چې خلک په ژوند کې تنګ دي او هغوی چې په افغانستان کې د پرمختګونو لپاره هیلې لري، یا یې طالبان په مرګ ګواښ پيسې ترې غواړي، یا یې وژني او یا ورته نور مشکلات پيدا کوي.

طالب تل له دین څخه د سپر په توګه کار اخیستی او شاوخوا پنځه ویشت کاله یې د دین په نوم کاروبار وکړ، داسې کاروبار چې طالب مشرانو پکې ښه ژوند وکړ او میلیونونه افغانان یې په ژوند کولو پښیمانه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply