د اسراييلو په بمباريو کې سوريې ته لېږل شوي هزاره ګان وژل شوي

0 933
د اسراييلو الوتکو تېره شپه د سوريې په ديرزور او بوکمال سيمو کې پر نظامي مرکزونو باندې ۱۸ بريدونه کړي چې پکې د شیعه هزاره افغانانو په ګډون له څلویښتو ډیر کسان وژل شوي دي.
اسوشيېټيډ پريس وايي، اسراييلي الوتکو تېره شپه پر دغو دوو سيمو اتلس بمونه غورځولي چې په تېره څه موده کې د سوريې پر خاوره د اسراييلو تر ټولو خونړۍ حمله وه.
په دغو بمباريو کې له څلویښتو ډیر سوري او بهرني عسکر وژل شوي چې هزاره افغانان هم پکې شامل دي.
دغه هزاره افغانان د ايران د حکومت له خوا سوريې ته د جنګ لپاره لېږل شوي وو.
د سوريې حکومت دغه بمبارۍ پر خپله خاوره د اسراييلو تېری بللی او غندلې يې دي، خو اسراييل وايي، ايران سوريې ته جګړه‌مار لېږي او دوی دا نه شي زغملای چې په څنګ کې يې ايران دغسې نفوذ وکړي.
ايران د فاطميون په نامه په ايران کې له شته افغان هزاره شیعه کډوالو څخه پوځ جوړ کړی او په سوريه کې يې د بشار الاسد په ملاتړ جنګوي.
د دغو افغانانو شمېر دیرش زره تنو ته رسېږي.
ايران څه موده وړاندې ويلي و چې په سوريه کې د جنګېدونکيو افغانستان له ډلې تر اوسه دوه زره تنه وژل شوي او اته زره نور ژوبل دي.
ایران دغه هزاره افغانان د فاطمیون په نوم پوځي ډله کې راغونډ کړي دی چې د افغانستان هزاره مشر محمد محقق د ایران سره په دې کار کې مرسته کړې ده. او د فاطمینو په زرګونه عسکر په افغانستان کې هم ځای په ځای شوي چې بدبختانه افغان حکومت د ایران او هزاره مشرانو له ډاره چوپه خوله دې او په دې اړه څه نه وایی، ایران له افغانستان څخه په غیر مستقیم ډول څو وارې وغوښتل چې دغه هزاره د فاظمیون د ډلې عسکر په افغان امنیتي ارګانونو کې مدغم کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply