بښنې نړيوال سازمان د کريمه بلوچ پر مړينه خپګان وښود

0 921

بښنې نړيوال سازمان د بلوچستان ښځينه فعالې کريمه بلوچ وژنه غندلې او د يادې پيښې تړاو يې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

بښنې نړيوال سازمان يا (Amnesty International) په دې اړه خپل ټوېټر د کريمه بلوچ پر مړينه خواشينۍ ترڅنګ ويلي، چې د نوموړې ناڅاپي مړينې په هکله دې هر اړخېزه څېړنې وشي.

مېرمن کریمه بلوچ د بشري حقوقو فعاله او د بلوچ بېلتونپالو نظریاتي ملاتړې وه، چې د پاکستان د دولت پر خلاف لاریونونو کې یې له کمکي عمر ګډون درلود او د بلوچانو د استقلال غوښتنه یې کوله.

شیهد کریمه بلوچ د خپلو نظریاتو له کبله د پاکستان پرېښودو ته اړ شوه په کاناډا کې یې د جلاوطنۍ ژوند کاوه چې پرون يې د دغه هېواد په ټورنټو ښار کې مړی وموندل شو. د نوموړې له مړينې سره سم له جرمني څخه د بلوچ بېلتونپال غورځنګ مخکښ غړي سیحون ته وویل، چې کریمه بلوچ د پاکستان څارګرې ادارې ISI وژلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply