سږکال ټوله نړۍ کې د خبریالانو وژنه ۵۵ سلنه ډېره شوې

0 1,088

د روان ۲۰۲۰ کال له پیل څخه تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې د ۶ افغان خبریالانو په ګډون ۲۱ تنه خبریالان د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي.

د خبریالانو خوندیتوب نړیوالې کميټې «CPJ» د ۲۰۲۰ میلادي کال په اړه په کلني راپور کې ویلي، روان کال د خبریالانو لپاره د تېر کال په پرتله خونړی و او همدا کال په ټوله نړۍ کې ۲۱تنه خبریالان وژل شوي چې ۶ هغه یې یوازې په افغانستان کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ژول شويو خبریالانو شمېر ۱۰تنه و خو روان کال کې ثبت شوې شمېره ښيي چې د خبريالانو وژنه ۵۵ سلنه ډېره شوې ده.

د CPJ دې کلني راپور کې دغه راز ویل شوي، د روان کال له پيل د ډيسمبر تر لومړۍ نيټې پورې د نړۍ په کچه ۲۷۴ تنه خبریالان زنداني شوي هم دي. په داسې حال کې دا شمېر تېرکال په همدې موده کې ۲۵۰ تنه وو.

د خبریالانو د خوندیتوب نړيوالې کميټې په خپل راپور کې زیاته کړې چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه په مراتبو لوړه شوې او د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د يوه پخواني خبريال په ګډون لږ تر لږه ۵ تنه فعال خبریالان وژل شوي دي.

د خبريالانو په اړه دا تازه راپور داسې مهال خپرېږي چې موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډيبرا لاينز هم افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللی و او ویلي يې وو چې روان کال کې ۶ تنه خبریالان او ۱۱ د بشري حقونو مدافعین وژل شوي دي.

د افغان خبریالانو د وژنو په لړۍ کې وروستۍ وژنه په غزني کې د رحمت الله نېکزاد وه، چې دندې ته د تګ پر مهال د نامالومه کسانو له لوري په نښه شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply