په داسې حال کې چې افغان حکومت تل د پاکستان له لوري د وسله‌والو طالبانو پر تمويل او تجهيز سربېره دې ډلې ته د خوندي پټنځايونو ورکړې په اړه هم شکايت کړی. خو پاکستان او طالبانو په يوه خوله د افغان حکومت دغه ادعا ناسمه بللې ده.

په دې وروستيو کې داسې اسناد او شواهد په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي چې ښيي په پاکستان کې د وسله‌والو طالبانو د رهبرۍ موجوديت ترڅنګ د دې ډلې ټپي جنګياليو درملنه هم کېږي.

دې جريان ته په پام سره پاکستاني نظاميان هم له طالبانو سره د همکاريو خپل موجوده ارتباطي چينل په اړه د مالوماتو رسنيز کولو په هدف لاس په کار شوي. تازه د سهيل حبيب تاجيک په نوم د پاکستان پوليسو يوه افسر خپل داسې انځورو په ټوېټر کې خپاره کړي چې له کرښې پورې غاړه د افغان ځواکونو له هاموي ټانک سره اخيستل شوي دي.

له دې عکسونو سره ليکل شوي چې دا وسايط يې په وزيرستان کې له وسله‌والو طالبانو ترلاسه کړي دي. له دې ښکاري چې پاکستان د طالبانو د تجهيز او په افغانستان کې يې جګړې ته د هڅولو له درکه، د خپلو ګټو پر تحقق سربېره د طالبانو له لوري د افغانانو لوټل شوې شتمي هم زبيښي.

د پاکستان د ګټو په خاطر له دې ټولو سربېره وسله‌وال طالبان پرې دا حق لري چې د امکاناتو له برابرولو سره يو ځای بايد په خپل قلمرو کې ورته منظم پټنځايوه او روزنځايونه هم جوړ کړي. خو پوښتنه دا ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړيکو په اړه د مستندونو خپرول په څه مانا دي؟

ايا دا خو به د هغو سيستماتيکو هڅو بېلګه نه وي چې پاکستان يې د افغانستان سولې په پروسه کې د خپلو ګټو او امتياز خوندي کولو په هدف کوي؟ څو وښيي چې پر طالب ډلې د خپل انحصار له کبله کولی شي د سولې پروسه هم چټکه او هم يې سبوتاژ کړي.