ابن العربي

د عبدالباري جهاني ترجمه

0 635
راته غوږ ونیسه دوسته زه جوهر د دې جهان یم
زه مرکز د دایرې یم هم اجزاء هم کل عیان یم
اراده یم، ما ټینګ کړي اسمان مځکه تل تر تله
ما درکړي تا ته سترګي چي مي ووینې پخپله
دوسته څو ځله مي ږغ کړه تا زه نه یم اورېدلی
زه څو ځله در څرګند سوم تا لا نه یمه لیدلی
ما مي خپل وجود کړ عطر درته راغلمه څو ځله
ته بې حسه غوندي پروت وې بوی دي نه کړمه هیڅکله
زه خواړه سوم، مزه داره تا مي خوند نه دی کتلی
چي لا ولي لیري پروت یې ما ته نه یې لا راغلی
زما خواږه خواږه عطرونه ولي نه حسوې جانه؟
زما عاشق سه او په ما کي پر خپل ځان مین سه ګرانه
زه تر هر چا درنیژدې یم ستا په ځان کي یم دننه
که بل څوک پر تا مین وي د خپل ځان لري غوښتنه
مګر واوره ګرانه دوسته! زه چي مینه درکومه
ستا لپاره ده دا مینه، زه یوازي تا لرمه
او دا څنګه عدالت دی، ګرانه دوسته نه پوهېږم
ته به هغه وخت ما غواړې چي زه تاته نیژدې کېږم
در نیژدې ستا تر خپل ځان یم ستا تر روح تر نفسونو
ته مي نه ویني په سترګو نه مي اورې په غوږونو
ستا په سترګو چي ما وینې، بل څوک نه سې په لیدلای
زما غیرت د بل پر لوري، ستا کتل نه سي منلای
که ما اورې بل به نه وي، ځان هم نه سې اورېدلای
ګرانه دوسته! ځو جنت ته دریم نه سي ځايېدلای
او که داسي لاره راغله عاقبت چي یې بېلتون وي
هغه لاره به تباه کړو لاس په لاس به مو تل یون وي
حقیقت به مو شاهد وي او د حق په مخکي دواړه
تر ابده به باقي وي زموږ یووالی لاس تر غاړه.
Ibn Al Arabi
Listen, O Beloved!
I am the reality of the world, the center of the cirle.
I am the parts and the whole.
e​I am the will holding Heaven and Earth in place.
And I have given you sight, only so you may see me,
O Beloved!
I fill myself with fragrance, again and again,
But you do not see me.
I become savory food, yet you do not taste me.
Why can’t you reach me through your touch
Or breathe me in through sweet perfumes?
Love me,
Love yourself in me.
No one is deeper within than I.
Others may love you for their sake,
But I love you for yourself.
Dear Beloved!
This bargain is not fair ___
If you approached me,
It is only because I have approached you.
I am closer to you than yourself,
Than your soul, than your own breath.
Why do you not see me?
Why do you not hear me?
I am so jealous__
I want you to see me, and no one else,
To hear me, and no one else,
Not even yourself.
Dear Beloved! Come with me.
Let us go to paradise together.
And if we find any road
That leads to separation,
We will destroy that road
Let us go hand in hand
In the presence of the Truth.
Let it be our witness,
And let it seal forever
This wondrous union of ours.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply