!..پاس د تنګي مستې ځدراڼې
اصلآ د پکتیا ولایت ده پلار یې جنرال اصیل خان وزیري په کابل او شمال کې دنده تر سره کوله، رخشانه په کوهدامن کې نړۍ ته راغله، زده کړې یې په ملالۍ لیسه کې بشپړې کړې. له ۱۳۴۰ تر۱۳۵۰ یې یوه لسیزه ښکلې سندرې ثبت کړې، چې هغه مهال یې پښتو سندرې له پاپ موسیقي سره وغږولې او ټولې یې په پښتو او دري ژبو شپږ سوه سندرې د افغانستان لوړ کلتور ته په میراث پرېښوې.
اغلې رخشانه د ۸۰ کلنۍ په عمر د امریکا متحده ایالاتو کې له دې نړۍ وکوچېده او خپلو خاطراتو سره یې کلتورپال افغانان یواځې پرېښول. پر خواله رسنیو د نوموړې د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته افغانان لیکوالانو، هنرپالو او ملتپالو شخصیتونو د رخشانې پر مړینه ژور تاثرات شریک کړل او د تلپاتې رخشانې د ژوند خاطرات یې خپاره کړل.
لیکوال او ادیب عالم ګل سحر پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل: رخشانه د١٣٥٧ کال د ثور له اوومې نیټې وروسته امریکا ته کډواله شوه، د ولسمشر کرزي په دوره کې بیرته افغانستان ته راغله خلکو یې پراخ هرکلی وکړ خو د فرهنګي ادارو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې هغه وخت یې وزیر سید مخدوم رهین و چندان توجه ورته ونه کړه. په وروستۍ مرکه کې میرمن رخشانې خپلې نوې پښتو سندرې زمزمه کړې او هیله یې وښود چې که وکولای شي خپل ګران وطن ته ولاړه شي او خپلې نوې سندرې ثبت کړي.
نامتو افغان سندغاړي احمد ولي ولیکل: اغلې رخشانه د افغانستان لومړنۍ سندرغاړې وه، چې د افغانستان کنګل کلتور یې مات کړ او د هنر نړۍ کې یې ګام کېښود او تلپاتې موسیقي یې د افغانستان لپاره په میراث پرېښوه.
هارون یوسفي لیکي: رخشانه لومړۍ مېرمن وه، چې لوڅ سر سندرې یې پيل کړې او حجاب یې لرې کړ، هغه زړوره او د ارتجاع ماتوونکې وه، امریکا ته له کډوالي وروسته یې انزوا کې ژوند غوره کړ او کابو ۴۰ کاله د کډوالي ژوند کې له موسیقي لرې پاتې شوه، نوموړې په ۱۳۵۰ کالونو کې خورا شهرت درلود تر دې، چې په دولتي کچه هر رسمي سفر کې د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته تله او د افغاني موسیقي نندارې یې وړاندې کولې.
د اغلې رخشانې د ( چشم سیاه داري قربانت شوم من) سندرې له ثبتولو وروسته د سیمې په کچه خورا اورېدونکي پيدا کړل، چې له دې وروسته نوموړې سندره احمد ظاهر هم ثبت کړه او بې شمېره ایراني و تاجکستاني سندرغاړو نوموړې سندر ثبت کړله.
همدارنګه ځوانې لیکوالې او شاعرې شفیقې خپلواک هم د فېسبوک پر پاڼه د مېرمن رخشانې تلپاتې سندرې ( پاس د تنګي مستې ځدراڼې، جینکۍ ژاړي..) ته اشاره کړې او د افغانستان د ادب له کورنۍ سره یې تسلیت شریک کړی دی.
د نړۍ پر کچه افغانانو د مېرمن رخشانې پر مړینه ژوره خواشيني ښودلې او هغه یې د افغانستان د طلایي پير یوه ځلانده ستورې بللې. سیحون رسنۍ د مېرمن رخشانې د مړینې له کبله ټولو ملتپالو ته تسلیت وایي؛ یاد یې تلپاتې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320